لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مارټن لودر کنگ جونیئر د ځگیدنې ورځ


مارټن لودر کنگ جونیئر په پرامنه تحریک یقین لرلو خو په کال ١٩٨٦ کې د تشدد ښکار او وژلی شو
مارټن لودر کنگ جونیئر په پرامنه تحریک یقین لرلو خو په کال ١٩٨٦ کې د تشدد ښکار او وژلی شو

امریکایان نن د نسلې امتیاز او تعصب د ختمولو د پاره د سول رائټس تحریک د وتلې مشر مارټ لودر کنگ جونئیر د ځگیدنې ورځ نمانځې.

مارټن لودر کنگ جونیئر امریکا کې د تورپوستکو افریقائې امریکایانو او د سپین پوستکو په منځ د نسلې امتیاز او تعصب د ختمولو تحریک سول رائټس مومنټ تر ټولو مشهور مشر ؤ.

په کال ١٩٦٣ کې په واشنگټن کې د سول رائټس تحریک یوې لوې غونډې ته وینا کې مارټن لودر کنگ جونیئر د نسلې امتیاز په حقله تاریخې تقریر اوکړو. د تقریر عنوان او ائې هیو ای ډریم یعې ځما یو خوب دی.

د زرگونو په شمیره کې راجمعه شوې د سول رائټس پلویانو ته خپل تقریر کې مارټن لودر کنگ جونیئر اویل هغه گورې چې آئنده کې به د هغه ځامن د هغوې د څرمنې د رنگ په وجه د کوم تعصب سره نه مخامخ نه کیږي.

او ددې نه ورستو هم دغه رنگ اوشول. د سول رائټس تحریک د کوششونو په نتیجه کې امریکا کې نسلې تعصب او امتیاز بالاخر لمنځه یوړلی شو.

او په کال ١٩٦۴ کې مارټن لودر کنگ جونئیر ته د ٣٩ کالو په عمر نوبل انعام ورکړی شوی.

مارټن لودر کنگ جونیئر په کال ١٩٦٨ کې اوژلی شو. او هم په دغه کال کې د هغه د ځگیدنې ورځ د نمانځلو فیصله هم اوکړی شوه.

د مارټن لودر کنگ جونیئر د وژنې په لړ کې یوداسې تن اونیولی شو چې رپورټونه وائې د جرمونو تاریخ يي لرلو او په جار د نسلې تعصب پلوي ؤ. دغه تن ته ٩٩ کاله د قید سزا ورکړی شوې ده.

د مارټن لودر کنگ جونئیر د ځگیدنې ورځ نمانځلو په مناسبت د امریکې مرکزي حکومت په رخصتۍ دی. د مرکزي حکومت محکمې تړلی شوې دي. په ډیرو ریاستونو کې سکولونه هم تړلی شوې دي. مطبوعاتو کې د مارټن لودر کنگ جونیئر د ژوند او کوششونو په حقله خبرې اترې کیږي او مختلقو تنظیمونو په دې لړې کې خصوصي دستورې ترتیب کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG