لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې لېبرډی یا د خواریکښو ورځ په سپټمبر کې ولې لمانځل کېږي؟


 د لېبر ډی په موقع به حکومتي کچه رخصي وي خو رېسټورانټونه او دوکانونه پرانیستل شوي وي
 د لېبر ډی په موقع به حکومتي کچه رخصي وي خو رېسټورانټونه او دوکانونه پرانیستل شوي وي

په امریکا کې لېبرډی یا د خواریکښو ورځ د هېواد په اقتصاد کې د خواریکښو خدمات ستایلو او خپلو حقونو دپاره د خواریکښو د کوښښونو په یاد کې لمانځل کېږي.

د لېبر ډی یا د مزدورانو د ورځ لمانځلو ابتد د ۱۸۰۰ په پیړۍ کې شوي ده. د وی او ای د انګریزۍ څانګې ترمخه په دغه مهال صنعتي انقلاب په عروج و او زیارتو امریکايي خواریکښو په د ورځې ۱۲ ګنټې اود هفتې اووه ورځې په سختو حالاتو کې او په لږ معاش کار کوولوو عن تر دې چې وړو ماشومانو به هم په کارخانو کې کار کوولو. په دغه مهال کارکوونکو دپاره د ناروغۍ په حال کې رخصت، د صحت د خېرښېګړې او د نورو سهولتونو څه انتظام نه و.

خو چې کارکوونکي منظم کېدل نو خپل یونینونه یا اتحاديي جوړول یې شروع کړل او د کار بهترو حالاتو او د نورو حقونه دپاره یې غږونه پورته کول.

د دې ورسته په امریکا کې د ریاستونو په کچه د خواریکښو خدمات د منلو په خاطر د لېبرډی ورځ د لمانځلو فېصله وشوه او د یو نه پس بل ریاست د کارکنانو خدمات د تسلیموولو په خاطر قانون سازي وکړه.

د امریکې کانګرس د کال ۱۸۹۴ د جون په ۲۸ نېټه په مرکزي کچه د لېبرډی ورځ د لمانځلو فېصله وکړه او د سپټمبر د میاشت لومړۍ ګل، دوشنبې، ورځ د رخصتۍ دپاره وټاکله.

د امریکې لېبرډی او د کارمندانو نړیواله ورځ چې د می په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي د عامو خورایکښو د خدماتو ستاینه کوي.

د می ډی شروعات په امریکا د واقعات وروسته شوي وو.

د کال ۱۸۸۶ د می په میاشت کې د امریکې د شکاګو ښار په هی مارکېټ چوک کې خواریکښو د دې غوښتنې په حق کې مظاهره کوله چې کارکوونکو دپاره دې په ورځ کې د کار اته ګنټې وخت مقرر شي. د مظاهرې په وخت بم چاودنه وشوه چې اووه پولیس او څلور ملکي کسان پکې ووژل شوو. د پېښې خبرونه په نړیواله کچه په سرخطونو کې شایع شول او د دې وروسته هرکال په نړیواله کچه د دغه ورځ په یاد کې د خواریکښو د مظاهرو شروع وشوه.

د هی مارکېټ د پېښې وروسته په امریکا کې د خواریکښو د یونینونو یا اتحادییو په ضد تحریک شروع شو. می ډی د ګس لاس (چپ لاس) سخت دریځه سیاسي فکر سره وتړل شوه او لېبر ډی چې کانګرس یې د سپټمبر د میاشت د لومړي ګل، دوشنبې، په ورځ د لمانځلو فېصله کړې وه د امریکې زیاترو ریاستونو او کمپنیانو هم دغه ورځ لمانځل پېل کړي وو. او کله چې د لېبر ډی ورځ د منتخب کوول وخت و نو د هغه وخت د امریکې صدر د شکاګو د پېښې پرځای د سپټمبر میاشت غوره کړه.

په امریکا کې د لېبر ډی په موقع درې ورځې رخصتي وي او امریکایان په دې موقع سېلونو ته وځي، پارکونو او ساحلونو ته ورځي، ملګري او کورنۍ یوځای کېږي او دوکانونه په رعایتي نرخونو سوداګانې خرڅوي یا سېلونه لګوي.

د لېبر ډی په موقع به حکومتي کچه رخصي وي خو رېسټورانټونه او دوکانونه پرانیستل شوي وي.

د ۱۸۰۰ په پیړۍ کې شروع شوي د خواریکښو د تحریک په نتیجه کې په امریکا کې د کارمندانو دپاره حالات بدل شوي دي. د ورځې اته ګنټې کار ټاکل شوی دی، کارکوونکي د صحت بېمې لري، د هفتې پنځه ورخې کار کوي او دې رخصتیو معاش هم ورکوول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG