لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په کانګرس د حملې یو کال لمانځل کېږي


صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن او د کانګرس غړي په کانګرس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو د حملې د یو کال پوره کېدو په مناسبت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خصوصي دستوره کې برخه اخلي او ولس ته به د کانګرس د ودانۍ نه وېنا کوي.

په کانګرس د حملې د کال پوره کېدو په موقع د پېښې د یادولو په لړ کې یو شمېر دستورې ترتیب شوي ديږ

اېسوسي اتټېډ پرېس خبري اداره وايي په دغو دستورو کې به زیاتره د واک مند ډیموکرېټک پارټۍ غړي په خپله او یا په انلاین بڼه شرکت کوي خو په کانګرس کې د ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن پارټۍ غړي به زیاتره پکې غیر حاضر وي.

ای پي وايي په کانګرس د حملې د یادونې په مرکزي دستوره کې به صدر بایډن او د ډیموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړي د کانګرس د ودانۍ په سټېچیویري هال یا تالار کې یوځای کېږی.

د رپورټ ترمخه د کانګرس دغه تالار د ودانۍ په هغو برخو کې دی چې حمله کوونکي پکې جمع شوي وو چې په نتیجه کې یې د کال 2020 د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره د کانګرس خصوصي غونډه وځنډېله.

ډانلډ ټرمپ
ډانلډ ټرمپ

څو ګنټې وروسته چې امنیتي مامورینود کانګرس په ودانۍ کې په اړي ګړي قابو وموندلو، د کانګرس ځنډېدلي غونډه بیا شروع شوه او په صدارتي انتخاب کې یې د موجوده صدر جوبایډن بریا په رسمي ډول اعلان کړه.

د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ د دوه زره شلم په صدارتي انتخاب کې د دویمې دورې دپاره امیدوار و او د انتخاب وروسته یې په ووټونو کې د درغلۍ دعوه وکړه او تر اوسه پورې په دغه دریځ ولاړ لیدل کېږي.

په کانګرس د حملې نه مخکې هم د جنورۍ په شپږمه نېټه ډانلډ ترمپ د پلویانو یوې جلسې ته وېنا کړې وه او ورته یې ویلي وو چې سخته جګړه دې وکړي.

د ای پي ترمخه لږ تر لږه 170 کسانو په کانګرس د حملې په لړ کې د خپل جرم اعتراف کړی دی او د 70 نه زیاتو کسانو ته سزاګانې هم اورول شوي دي. رپورټ وايي یو کس هم د بې ګناهۍ اعتراف نه دی کړی.

د وي او ای رپورټ وايي په کانګرس د یرغل په مهال د ټرمپ څلور پلويان مړه شوي او يو پوليس افسر د امن او اماتن ساتلو په مهال مړ شوی دی.

ټرمپ هم اعلان کړی و چې د زيارت، پنجشبنې، په ورځ به په فلوريډا ریاست کې په خپل کور کې خبري غونډې ته وېنا کوي خو دغه غونډه منسوخ کړی شوي ده.

په يو بيان کې ټرمپ دا دعوې تکرار کړې ده چې د 2020 انتخابات هغه ګټلي. هغه وویل هغه به د جنورۍ په 15 نېټه په اېریزوزنه ریاست کې په یو شمېر اهمو موضوعاتو خبرې کوي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي ویلي په کانګرس د حملې په اړه وېنا کې به صدر بایډن حقیقتونه بیانوي او موازېنه به یې د هغې په قول د هغو درغونو سره کوي چې په کانګرس د حملې وروسته خپاره کړی شوي دي.

د صدر بایډن د ممکنه تقریر ځینې برخې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مطبوعاتو سره شریکې کړی شوي دي او ای پي وايي د نورو خبرو ترڅنګ صدر بایډن به په خپل تقریر کې دا پوښتنه کوي چې ایا امریکا به یو داسې قام وي چې سیاسي تشدد به د معمول خبره ګڼي او د دروغو په سورې کې به ژوند کوي او که رېښتیا به مني او د دې سره سم به ژوند کوي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG