لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي د امریکایانو نوی کول د ترهگرۍ پرضد د جنگ سره مخامخ دی


صدر ټرمپ د میموریل ډی په دستوره کې برخه اخلي
صدر ټرمپ د میموریل ډی په دستوره کې برخه اخلي

د امریکې د یادگیرنې ورځ یا د میموریل ډی په مناسبت دستورې ته وینا کې صدر ډانلډ ټرمپ وویل په موجوده وخت کې د ملک نوی کول د روایتي جنگونو ترڅنگ د ترهگرۍ خلاف جگړې سره هم مخامخ دی.

د سرښار واشنگټن سره نژدې د هیواد په جنگونو کې ژوند د لاسه ورکونکو عسکرو لپاره په ارلنگټن سیمټري یا ارلنگټن هادیره کې دستورې ته صدر ټرمپ وویل امریکايي ځواکونه د داسې قسمه ترهگرو خلاف جنگ سره مخامخ دي چې د بې گناه خلکو وژلو د لارې خپل اهداف ترلاسه کول غواړي.

صدر ټرمپ په افغانستان کې او د موجوده وخت په نورو جگړو کې د وژل شوو عسکرو کورنیو سره عمرازي وکړه او د عسکرو قربانۍ يي وستایلي.

د خپل تقریر نه وړاندې صدر ټرمپ د نامعلومه عسکرو په مزارونو گلونه کیښودل.

امریکا کې هرکال د مۍ د میاشت اخیری گل، دوشنبه، د میموریل ډی یا د یادگیرنې ورځ په توگه نمانځلی کیږي، ددې مقصد د قام د تحفظ په خاطر په جنگونو کې د ژوند قرباني ورکونکو اتلانو ته پیرزونې وړاندې کول دي.

د میموریل ډی په مناسبت په سرښار واشنگټن او د هیواد په نورو ښارونو کې دستورې کیږي.

هم دغه رنگ په واشنگټن کې د دویم عالمي جنگ او د ویت نام د جنگ په یادگارونو به گلونه کیښودل کیږي. په دې موقع به د موټر سایکلونو قطارونه به د واشنگټن په سړکونو گرځي چې دا رنگ د قام توجو جنگي قیدیانو او په جنگونو کې د بې درکه عسکرو ته راوگرځوي.

د میموریل ډی اغاز په کال ١٨٦٥ م کې ازاد کړی شوو غلامانو کړی و. په هغه وخت کې د پخواني غلامانو یوې ډلې د خانه جنگۍ یا د سول وار په ختمیدو یوه دستوره وکړه چې د موجوده میموریل ډی بنیاد گڼلی کیږي.

د امریکې د جنوبي او شمالي ریاستونو ترمنځ د غلامۍ په سر جنگ ته سول وار یا خانه جنگي ویل کیږي. په جنگ کې په زرگونو خلک وژل شوي دي. جنوبي ریاستونه د غلامۍ په حق کې وو خو شمالي ریاستونو د غلامۍ نظام ختمول غوښتل. جنگ بالاخر شمالي ریاستونو وگټلو او په نتیجه کې يي د غلامۍ نظام ختم شو.

تر پنځوسو کلونو پورې میموریل ډی یوازې په سول وار کې د وژل شوو اتلانو د یادگیرنې ورځ په توگه نمانځلی کیده خو په کال ١٩٧١ کې کانگرس دا د قامي ورځې په توگه د نمانځلو فیصله وکړه.

میموریل ډی په غیر رسمي توگه د اوړي د موسم اغاز هم گڼلی کیږي. په دې موقع امریکایان د خپلو خپلوانو او ملگرو سره په اور غوښې پخوي او د رایوځای کیدو دستورې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG