لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او مېکسیکو به په گډه د پولې امنیت ساتي


د مېکسیکو د کورینو چارو وزارت په یو بیان کې وویل د شا او خوا ٥٠٠ کډوالو ډلې په پرتشدد انداز کې امریکې ته د داخلېدو کوښښ وکړو خو بیا پرې قابو ومندل شو
د مېکسیکو د کورینو چارو وزارت په یو بیان کې وویل د شا او خوا ٥٠٠ کډوالو ډلې په پرتشدد انداز کې امریکې ته د داخلېدو کوښښ وکړو خو بیا پرې قابو ومندل شو

امریکايي او د مېکسیکو مامورینو ژمنه کړې ده چې د دواړو هېوادونو په شریکه پوله په اړي گړي کې د ککړو تنانو خلاف به قانوني گامونه پورته کوي.

دواړو گاونډي هېوادونو دا ژمنه په داسې حال کې وکړه چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ امریکې د مېکسیکو سره یوه سرحدي لار پس له دي وتړله چې د کډوالو یوې ډلې په غېرقانوني توگه امریکې ته د داخلېدو کوښښ وکړو او د امریکې سرحد ساتونکو ځواکونو په ځواب کې د اوښکو گیس وچلولو.

د امریکې د قامي سلامتیا وزیرې کرسټن نیلسن وویل د امریکې ځینې سرحدي محافظین د کډوالو د طرفه په راویشتل شویو شیانو لگېدلي او زخمي شوي دي. مېرمن نیلسن وویل سرحدي محافظینو په خپله دفاع کې د اوښکو گیس استعمال کړو.

د امریکې سي این این ټېلې وژن د سرحدي ځواکونو له قوله ویلي ۴٢ تنان یې امریکې ته په غېرقانوني توگه د د داخلېدو وروسته نیولې دي.

د مېکسیکو د کورینو چارو وزارت په یو بیان کې وویل د شا او خوا ٥٠٠ کډوالو ډلې په پرتشدد انداز کې امریکې ته د داخلېدو کوښښ وکړو خو بیا پرې قابو ومندل شو. وزارت وویل د کومو کډوالو چې شناخت شوی دی، د مېکسیکو څخه به وویستل شي.

د مېکسیکو د ټوانا سرحدي ښار مامورینو ویلي ٣٩ تنان نیول شوې دي.

د هونډورس، گوېټمالا او اېلسلوېټډور شا او خوا ٥٠٠٠ خلک د قافلې په شکل کې په دې غرض مېکسیکو ته رسیدلې دي چې امریکا کې به د پناه اخیستلو رسمي خواست کوي. دغه خلک د مېکسیکو په ټوانا ښار کې په عارضي کېمپونو کې ژوند کوي او وايي په خپلو هېوادونو کې د زور زیاتي او د بې امنۍ دلاسه کورونو په پرېښودو مجبور شوې دي.

صدر ټرمپ د کډوالو مخه نیولو دپاره امریکايي مامورینو ته په پوله د امنیتي گامونو سختولو امر کړی دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ امریکايي مامورینو د ټوانا سره نژدې امریکې سره د تگ لار وتړله چې بیا وروسته پرانیستل شوه. شا او خوا ١٠٠٠٠٠ خلک هره ورځ په دغه سرحدي لار تگ راتگ کوي.

صدر ټرمپ په مېکسیکو او نورو لاطیني هېوادونو غږ کړی چې داسې اقدامات دې وکړي چې په نتیجه کې یې د کډوالو قافلې د امریکې سرحد ته را وه نه رسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG