لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه منځنې ختیز کې د امن د پاره مذاکرات شورو کړې


عکس کې د امریکې صدر باراک اوبامه، د فلسطین صدر محمد عباس او د اسرائیل وزیراعظم لیدل کیږي
عکس کې د امریکې صدر باراک اوبامه، د فلسطین صدر محمد عباس او د اسرائیل وزیراعظم لیدل کیږي

د امریکې صدر باراک اوبامه په منځني ختیز کې د امن د پاره د سیمې مشرانو سره واشنگټن کې د خبرو اترو لړۍ شورو کړې ده.
د شورو په ورځ هغه د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره ولیدل.
د اسرائیلې وزیراعظم سره د خبرو ورستو باراک اوبامه د نهې په ورځ په هیبرون کې د څلورو تنانو وژنه وغندله. د فلسطین حماس گوند ددغه پیښې ذمه واري په غاړه اخستې.
صدر باراک اوبامه وویل د حملې په شا هاغه تندلاري دي چې د امن پروسه گډوډول غواړی.
باراک اوبامه اسرائیل سره د امریکې ملاتړ تکرار کړو.
باراک اوبامه وویل امریکا به د داسې قسمه ترهگرۍ برخلاف د اسرائیل د امنیت د پاره خپل امداد جاري ساتې.
د نهې په ورځ حمله کې د فلسطین یو تن د اسرائیل په یو گاډې ډزې ووکړې چې له امله يي په موټر کې سواره څلور تنان ووژلی شول. حماس د پیښې پړه په غاړه اخستې.
حماس منځنې ختیز کې امن د پاره په هلو ځلو کې شریک نه دی. او باراک اوبامه ویلې حماس ته به اجازه نه ورکوې چې د امن په لاره کې خنډان واچوې.
باراک اوبامه وویل دا پیغام دې حماس او د داسې قسمه جرمونو پړه په غاړه اخستونکې ته ورسیږي چې دوې امریکا د اسرائیل محفوظ ساتلو نه نشې ودرولی، بلکه امریکا غواړې په سیمه کې مستقل امن راولې چې هلته میشته خلک خپل ژوندونه په نوې ډگر روان کړی شي.
د هیبرو پیښې په حقله د اسرائیل وزیراعظم بین جمن نیټن یاهو وویل دا ښائې ددې پشا خلک امن نه غواړې.
بینجمن نیټن یاهو وویل څلور معصوم خلک وژلی شول او د هاغه خلکو د لاسه چې د انساني ژوند د پاره څه احترام نه لرې او هر څه وژنې، د هغوې د لاسه اوه تنان یتیمان شول.
د صدر باراک اوبامه سره د لیده کاته په حقله بینجمن نیټن یاهو وویل د هغه سره يي گټه ورې خبرې ووکړې.
بینجمن نیټن یاهو ویل باراک اوبامه سره خبرې ژورې اوازادې وې او د امن د لټون د پاره سنجیده با رورې وې چې پکښې د اسرائیلې امنیت او ترهگرۍ د مخنیوې په موضوع هم غور ووکړی شو.
بینجمن نیټن یاهو د منځنې ختیز په څلورو مشرانو کې وړمبی ؤ چې باراک اوبامه سره يي یو په یو ولیدل. ورستو به هغه د فلسطین صدر محمود عباس سره ملاقات کوي. باراک اوبامه وویل محمود عباس عم د هیبرو د پیښې غندنه کړې ده.
باراک اوبامه به د مصر صدر حسنې مبارک او د اردن باچه عبدالله سره بیله بیل ملاقاتونه کوي. او بیا به پنځه واړه مشران په سپینه ماڼۍ کې په یو ځائې د ماښام ډوډۍ خوري.
د زیارت په ورځ به د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او د فلسطین صدر محمد عباس دامریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن سره په خبرو اترو کې ورځ تیروې. چې د کال ٢٠٠٨ نه ورسته به په وړمبې وار د اسرائیل او فلسطین په منځ کې نیغ په نیغه د امن مزاکرات وي. د مزاکراتو هدف دادی چې د یو کال دننه داسې معاهده ترسره کړی شې چې په نتجیه کې يي فلسطینې ریاست قائم شې او د اسرائیل تحفظ یقینې کړی شې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG