لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل مسلمانانو مېرمنو د کانگرس انتخابات وگټل


رشیده طلایب او الهان عمر
رشیده طلایب او الهان عمر

رشیده طلایب او الهان عمر د امریکې د تاریخ لومړۍ مسلمانانې مېرمنې دي چې په کانگرس کې د نمایندگۍ انتخابات یې وگټل.

فلسطیني نژاده رشیده طلایب او د صومالیه نه هجرت شوي الهان عمر د نهې، سه شنبې، په ورځ د منځنۍ مودې په ووټونو کې د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ په ټکټونو د کانگرس د نمایندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزېنټیوټیوز چوکۍ وگټلې. دواړه به د جنورۍ په میاشت کې د کانگرس د غړیتوب سوگند پورته کوي.

رشیده طلایب د مېشېگن ریاست ډیټرایټ ښار د یوې حلقې نه چوکۍ وگټله او الهان عمر د منېسوټا ریاست د یوې حلقې نه انتخابات وگټل. الهان عمر ددې نه وړاندې د منېسوټا د ریاستي اسمبلۍ یا کانگرس غړې وه.

د ووټونو گټلو وروسته الهان عمر پلویانو ته وویل په داسې حال کې د کانگرس دپاره منتخب شوې چې په لومړي ځل یې یو شمېر لاس ته راوړنې کړې دي. هغې وویل حجاب اغوستونکي لومړۍ مېرمېن وه چې سپین پوستې نه وه او د ریاست کانگرس غړي منتخب شوه، لومړۍ مهاجره او کانگرس ته منتخب کیدونکو لومړیو مسلمانو مېرمنو کې شامله ده.

دواړو مسلمانو مېرمنو په مترقي او په داسې حلقو کې انتخابات گټلي چې زاړه پاله نه دي.

د ووټونو په ورځ د وایس اف امریکا سره لنډو خبرو کې رشیده طلایب وویل هغه به خپل مسلمان او عرب شناخت چېرې هم دلاسه ور نه کړي. هغې وویل څه رنگ چې پېغبمر محمد (ص ع) په انصاف زور اچولو نو هم دغه رنگ د هغې "فکر هم په اسلام اډانه لري."

مېرمن طلایب لومړۍ فلسطیني امریکنۍ ده چې کانگرس ته منتخب شوه او د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې سخته مخالفه ده. هغې وویل کانگرس ته تگ به د هغې په دریځ کې څه بدولون وه نکړي. "زما په خیال موږ داسې تن ته اړتیا لرو چې جگړې ته تیار وي."

په ډیټرایټ کې رشیده طلایب ته رای ورکونکي یو تن ډیوډ وایټ وویل هغه د بدولون راوستلو دپاره هغې ته ووټ ورکړو. ډېوډ وایټ وویل رشیده طلایب یوازې نه د مسلمانانو نه بلکې په پراخه کچه د ټولنې نمایندگي کوي.

له دې نه وړاندې د امریکې کانگرس کې سړي مسلمانان غړي پاتې شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG