لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د منځ مهاله انتخاباتو دپاره هلې ځلې تندې شوې دي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

امریکا کې د نومبر په میاشت کې د منځ مهاله انتخاباتو وړاندې پخواني صدر براک اوباما د ډیموکریټک پارټۍ امیدوارانو په مرسته کې کمپاینونه شروع کړي او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ د وړاندې نه د ریپبلیکن ګوند امیدوارانو لپاره په کمپاین کې مصروف دی.

د واکمن ریپبلیکن پارټۍ کوښښ دی چې د نومبر په انتخاباتو کې په هغه ریاستونو کې خپل اکثریت برقرار وساتي چرته چې یې وړاندې زیاتې چوکۍ گټلې وې او دا رنگ د کانګریس په سینټ او نماینده ګانو ایوان کې هم د ریپبلیکن پارټۍ خپل اکثریت په ځای وساتي.

براک اوباما د کال ۲۰۱۸ منځ مهاله انتخاباتو کمپاین شروع د الیناي یونیورسټۍ نه کړی دی چرته چې هغه د ډیموکریټک پارټۍ په ځوانانو باندې غږ وکړو چې د معاشرتي او اقتصادي انصاف لپاره خپل کوششونه جاري وساتي.

براک اوباما وویل هرځل چې دوی خپل اهدافو ته نژدې شوي د څه نا څه ځای نه چا دوی بیرته په شا بوتلي. نوموړي زیاته کړه دغه هرڅه د ډانلډ ټرمپ د صدارت سره نه دي شروع شوي. براک اوباما وویل ډانلډ ټرمپ د مسلي علامت یا نښه ده، نه چې ددې وجه ده. هغه د دغه کرکې نه ګټه پورته کوي چې سیاستدانان ورته د کالونو راهسې هوا ورکوي.

برا ک اوبامه د هغه تن خلاف مقابله کوي چا چې د نوموړي ځای نیولی. صدر ډانلډ ټرمپ وعده کړې چې د اوبامه په صدارت کې شوي ټول کارونه به له مینځه وړي.

ډانلډ ټرمپ د نومبر میاشت په انتخاباتو کې کانګرس کې د ریپیلیکن پارټۍ مرستیالانو ته حوصله ورکولو لپاره د خپل پوره کوششونو ژمنه کړې چې د کانګریس په دواړو ایوانونو کې ریپیلیکن پارټي خپل اکثریت په ځای وساتي.

نوموړي په مانټانا ریاست کې یو انتخابي غونډې ته د وینا په وخت ویلي دا انتخابات په امریکا کې د روزګارونو او ددې د تحفظ په اړه دي او زیاته کړې دا هرڅه د ریپبلیکن پارټۍ د مشرۍ له کبله شوي، د ملک اقتصاد دومره ښه شوی چې د ملک په تاریخ کې داسې کله هم مخکې نه دي شوي او چاته هم دا معلومه نه وه چې داسې به کیږي.

ډانلډ ټرمپ د ریپبلیکن پارټۍ په مرستیالانو کې دا یره هم خوروي چې که ډیموکریټک پارټۍ د نومبر په میاشت کې د کانګریس نماینده ګانو ایوان کې اکثریت ترلاسه کړو نو د نوموړي مواخذه کیدی شي.

ډانلډ ټرمپ ویلي دوي پدې اندیښمند دي، که چرې داسې وشو نو دا به ددوي یعنې د ریپبلیکن ګوند مرستیالانو غلطي وي چې دوي به په انتخاباتو کې خپله رای نه وي ورکړي.

امریکا کې په تاریخې توګه منځ مهاله انتخابات د ناست صدر لپاره ډېر ښه نه وي. خو د ډانلډ ټرمپ نه وړاندې تېرشوو صدرانو په پرتلا نوموړي دا سوچ خپل کړی چې د نومبر په میاشت کې کیدونکې انتخابات به د هغه په صدارت یو ریفرنډم وي.

ډانلډ ټرمپ او براک اوبامه دواړه د خپل ځانونو لپاره د ملک مضبوط اقتصاد دعوې کوي. ډانلډ ټرمپ په انتخابي جلسو کې واي د کله نه چې يې واک ترلاسه کړی د ملک اقتصاد مضبوط شوی او ترټولو زیات روزګارونه پیدا شوي خو براک اوبامه په الیناي ریاست کې د وینا په وخت ویلي دوي له دا یاد ساتل پکار دي چې د کال ۲۰۰۸ اقتصادي بحران نه د امریکې راویستو کوششونو په نتیجه کې د ملک اقتصاد ښه شوی او د هغه وخت راهسې روزګارونه پیدا کیدل زیات شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG