د امریکې فوجي مامورین د فوج د برتۍ په مرکزونو د موجوده امنیتي اقداماتو جاج اخلي او په دغه مرکزونو د مسلح عسکرو پرځائی کولو امکان ته کتنه کوي.
مامورین د امنیتي صورتحال جاج د هغه حملې ورسته اخلي چې پکې یو وسله وال پنځه میرین عسکر وژلې دي.
د فوج یو افسر جنرل رائې اوډریئنو د فوج د برتۍ په مرکزونو د امنیت د جاج تصدیق وکړو.
چارواکې وايي ٢۴ کلن کویتي نژاد امریکائي محمد یوسف عبدالعزیز د ټینسي ریاست په چیټنوگا ښار کې په دواو فوجي مرکزونو د زیارت یا پنجنشبې په ورځ ډزې وکړې په نتیجه کې يي څلور میرین عسکر ووژل شو. حمله کې زخمي پنځم عسکر د خالي یا شنبې په ورځ ساه ورکړه.
حمله کونکی د پولیس په ډزو کې وژل شوی دی.
د خالي په ورځ د محمد یوسف عبدالعزیز کورنۍ په یو بیان کې په پیښه خفگان څرگند کړو. مامورین وايي تحقیق کونکي دې خبرې ته کتنه کوي چې ایا حمله کونکې د کومې ترهگرې ډلې سره خو تعلق نه لري.