لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تاريخ کې په لومړي ځل به د منېسوټا ریاست یو جومات په لاوډ سپیکر اذان ورکوي


د دار الهجره امام شیخ عبدالرحمان شریف جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان ورکولو د فیصلې  هرکلی وکړو او ویې وېل دا د منیاپلس ښار دپاره تاریخي وخت دی."دا زمونږ دپاره د افتخار خبره ده چې په امریکا کې به دا لومړی جومات وي" چې په لاوډ سپیکر به اذان ورکوي
د دار الهجره امام شیخ عبدالرحمان شریف جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان ورکولو د فیصلې  هرکلی وکړو او ویې وېل دا د منیاپلس ښار دپاره تاریخي وخت دی."دا زمونږ دپاره د افتخار خبره ده چې په امریکا کې به دا لومړی جومات وي" چې په لاوډ سپیکر به اذان ورکوي

په تاریخ کې په لومړي ځل به د امریکې د منېسوټا ریاست تر تولو لوې ښار منیاپلس کې د روژې په میاشت کې یو جومات پنځه واړه وخته د لمونځ دپاره په لاوډ سپیکر اذان ورکوي.

د منیاپلس میر یا ښاروال جېکب فری د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د منیاپلس په سیډر ریورسایډ برخه کې جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان ورکولو اجازت ورکړی شوی دی.

جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان اجازت په داسې حال کې ورګړی شوی چې په ریاست کې کرونا وایرس د مخنیوي په غرض خلکو ته په کور د کښېناستلو هدایات ورکړی شوي دي.

میر جېکب فری وویل دارالهجره جومات به د جومات نه بهر لګول شویو څلورو لاوډ سپیکرو دلارې د ورځې پنځه وخته اذان ورکولی شي.

جېکب فری وویل په داسې حال کې چې د عبادت دپاره هم خلک د یو بل نه لېرې پاتې دي د ټولنې منتخب مشرانو ته پکار ده چې د یو ځای والي احساس پېدا کړي.

منیاپلس دارالهجره جومات ته د اذان اجازت د کیر نومې تنظیم په خواست ورکړو. کیر یا کاونسل ان امریکن اسلامک ریلېشنز وايي په امریکا د مسلمانانو د شهري حقونو او په ټولنه کې د اسلام په اړه د اګاهۍ دپاره کار کوي.

د اذان دپاره په خواست د کیر دریځ وو چې دا خبره یقیني کول غواړي چې خلک په کورونو کې اذان واورېدل شي او په کور کې لمونځونه وکړي.

جېکب فری وویل د اذان اجازت به په دې مشکل وخت کې خلکو ته خوشحالي او امید ورکړي. هغه زیاته کړه چې اذان به د منیاپلس ښار مسلمانانو ته دا پېغام هم ورکړي چې دا ښار د دوی خیال ساتي.

د دار الهجره امام شیخ عبدالرحمان شریف جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان ورکولو د فیصلې هرکلی وکړو او ویې وېل دا د منیاپلس ښار دپاره تاریخي وخت دی."دا زمونږ دپاره د افتخار خبره ده چې په امریکا کې به دا لومړی جومات وي" چې په لاوډ سپیکر به اذان ورکوي. هغه امید څرګند کړو چې په امریکا کې نور جوماتونه به هم د دوی په مثال عمل وکړي.

د منیاپلس میر یا ښاروال جېکب فری نه پوښتنه وشوه چې هغه غیر مسلم خلک چې د جومات سره نژدې ژوند کوي اذان ته به څه ډول عکس العمل ښايي؟ نو هغه وویل د قریبا د هر مذهب په عبادت کې اواز شامل وي او نه غوښتل چې په دې اړه دې مسلمانانو د نورو نه مختلف چلند وشي.

امام شریف وویل هغه ګمان نه کوي چې د اذان د لارې به د مسلمانانو یا د بهر نه راغلو خلکو خلاف نفرت راوپارېږي ځکه چې شا اوخوا ګرجو د ا‌ذان دپاره د وړاندیز حمایت کړی و.

د منیاپلس په سیډر ریورسایډ برخه کې د دارالهجره جومات خو او شا د مشرقي افریقې نه راغلی مسلمانان اباد دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG