لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د خلا څخه د مزایلو د دفاع تگلاره اعلان کړه


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مزایلو د حملې نه د هېواد د دفاع تگلاره اعلان کړه او وې ویل چې د دې ترمخه به امریکا کولی شي چې په نړۍ کې هر ځای او هر وخت د مخالفو مزایلو درک معلوم کړي او تباه یې کړي.

صدر ټرمپ د "مزایل ډیفنس ریویو" یا د مزایل دفاع د نظرثانۍ نامې تگلارې پرانسته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پېنټگان یا د دفاع وزارت کې وکړه او وې ویل "دا کافي نه ده چې مونږ د خپلو حریفانو سره قدم برابر کړو بلکې مونږ ته پکار دي چې په هر کوټ ترې وړاندې لاړ شو."

په تېرو ١٠ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې امریکې د مزایلو پرضد خپل دفاعي تگلارې ته بیا کتنه یا نظر ثاني کړې ده او د کال ٢٠١٧ راهسې یې د شمالی کوریا، چین، روس او د ایران د مزایلو د خطر له امله بیا بیا لیکل شوې ده.

صدر ټرمپ وویل د پینټگان دپاره په اینده بجټ، بودیجه، کې په خلا کې د مزایل ضد دفاعي نظام کې سرمایه کارۍ دپاره پېسې ټاکل کیږي.

د امریکې د مزایلو خلاف دفاعي نظام کې داسې د ټېکنالوجۍ نه کار اخیستل شامل دي چې د خلا نه به د وسلې او د مزایلو څارنه کوي او مخه به یې نیسي.

د مزایلو خلاف د امریکې موجوده تگلاره د ١٩٨٠ په لسیزه کې د پخواني صدر رانلډ رېگن د وخت "سټار وارز" نومې نظریې یاد راتازه کوي چې پکې د هغه وخت صدر د خلا څخه هېواد د حملو نه د بچ کولو تصور وړاندې کړی و. دغه د شوروي روس او د امریکې ترمنځ د سوږ جنگ زمانه وه.

امریکايي مامورین وايي خلايي دفاعي نظام د هغو مزایلو نه د محفوظ پاتې کېدو لاره کیدلی شي چې د اواز نه په زیات رفتار کې سفر کوي.

پېنټگان په خپل یو ورستي رپورټ کې خبرداری کړی چې چین د اواز نه تېز رفتاره ټېکنالوجۍ په ځینو برخو کې ډیر پرمختگ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG