د امریکې په مشیگن ریاست کې چارواکو یو تن په دې شک کې نیولی دی چې هغه په یو لوې اسلامي مرکز باندې په بم د حملې سازش جوړ کړی ؤ.
پولیسو ٦٣ کلن تن د ډیټرائټ ښار په ډئیربارن مضافاتو کې اتوار په ورځ د اسلامک سینټر اف امریکا سره نزدې نیولی او د هغه د قبضې نه يي د بهترین معیار د اتش بازۍ یا د اور لوبو سامان نیولی چې زیاتره د چاؤدیدونکو موادونه جوړ وي.
چارواکې وائې د مشکوک تن تعلق د کلیفورنیا ریاست سره دی. د هغه د نیول کیدو نه وړاندې د یوې ځائې شرابخانې یو کارکونکې پولیسو ته اطلاع ورکړې وه چې هغه د تشدد نه ډکې دړکې اوریدلې وې.
د مشکوک تن د نیول کیدو په وخت په جومات کې په سلگونو خلک موجود ؤ. دغه جومات د امریکا په لویو جوماتونو کې یو دی.
د ښار د پولیس مشر وئیلې هغوې د نیول شوې تن ډرکو ته په سنجیده نظر کتنه کوي او دغه تن وړاندې هم د حکومت خلاف سرگرمو کې ککړ پاتې شوی دی.
ډئیربارن د ډیټرائټ ښار په غرب کې موجود دی او په امریکا کې د عربانو د لوې ابادو په سیمو کې شامل دی.