لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو مالي مرسته کونکي هیوادونو په نړیوال نوملړ کې شامل کړي


راېټرز خبري ادارې د یو پاکستاني چارواکي د خلې لیکلي امریکا په غیر قانوني توګه د پیسو لیګلو څارنې نړیوالې ادارې ته وړاندیز کړی، پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو مالي مرسته کونکي هیوادونو په نوملړ یا فهرست کې شامل کړي.

د فاېننشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې غونډه به راروانه اونۍ په پیرس کې کیږي چرته چې امکان دی د پاکستان پرضد دغه ګام وړاندې شي.

د پاکستان وزیراعظم د اقتصادي اړیکو صلاحکار مفتاح اسماعیل راېټرز خبري ادارې ته په خبرو کې منلي امریکې او برتاینې څو اونۍ وړاندې دغه وړاندیز کړی او وروستو يې د فرانس او جرمني نه هم د دغې مرستې کولو غوښتنه کړې.

ښاغلي مفتاح اسماعیل ویلي ٫٫ مونږ دا مهال د امریکا، برتانیه، جرمني اوفرانس سره په ګډه ګار کوو چې دغه وړاندیز بیرته واخلي.٬٬ نوموړي زیاته کړې که چرې امریکا د دغه وړاندیزه نه وروستو کیږي بیا به هم مونږ په دغه نوملړ کې شاملیدو نه ځان ساتلو هڅه کوو.

د امریکا یو چارواکي ویلي پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د دغه نړیوالې ادارې په فهرست کې شامل وو.

دغه چارواکي ویلي پاکستان تل په خپله خاوره دترهګرو پر ضد کاروايانو کې د خپلې ښوښې کار اخستې. او زیاتوي: ٫٫ اوس وخت راغلی چې پاکستان دغه هر څه بند کړي او د هغه ډلو پرضد کاروايي وکړي چې د پاکستان خاوره کاروي. مونږ د خپلو اېتلافي ملګرو سره په ګډه کار کوو څوک چې د پاکستان دغه شان ګامونو له امله اغیزمن کیږي. او په پاکستان فشار راوړو چې د حقاني او افغان طالبانو پرضد کاروایي وکړي.٬٬

فاېننشل ایکشن ټاسک فورس یا (اېف ای ټي اېف) په پيرس کې مېشت هغه نړیواله اداره ده چې د غیر قانوني پېسو د مخ نیوي لپاره نړیواله مبارزه کوي او قانونونه جوړوي.

دغه ادارې وړاندې هم اسلام اباد ته خبردارې ورکړی وو چې که ترهګرو ته يې د مالي مرستو لاره وه نه تړله نو پاکستان په بیرته د نړیوالو ترهګرو مرسته کونکو هیوادونو په فهرست کې شامل کړي.

پاکستاني چارواکي او غربي سفارتکاران وايي که چرې پاکستان په دغه فهرست کې شامل کړی شو نو د پاکستان اقتصاد ته به غټ ډز ورسي. او د دغې وروستو به خارجي کمپنۍ او سرمایه داران په پاکستان کې ډیر په ګرانه د کار کولو جوګه پاتې شي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخ نیوي یو پخواني مشر خواجه خالد فاروق بیا راېټرز خبري ادارې ته ویلي ٫٫ که پاکستان په دغه فهرست کې شامل شو نو بیا به د هر قسمه څارنې نه تیریږي او د پاکستان اقتصاد ته به غټ تاوان ورسیږي.٬٬

ځېني نور چارواکو بیا اندېښنې څرګند کړي د دغې وروستو به پاکستان له دا نوره هم ګرانه شي چې د قرضو نړیوال مارکیټ نه قرضونه ترلاسه کړي.

پاکستان د وړاندې نه هڅه کوي چې ځان د هغه هیوادونو په نوملړ کې د شاملیدو نه ودروي چې د نړیوالې ادارې (فاېننشل ایکشن ټاسک فورس) د قوانینو سره سم نه چلي او د ترهګرو د مالي مرستو په اړه د دغه ادارې قاعدې سر ته نه رسوي.

امریکا د وړاندې نه خبردارې ورکړی که چرې اسلام اباد د ترهګرو مرستېبندې نه کړې نو ورسره به نوره سختي کوي. د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې تیره میاشت پاکستان ته ورکړی کیدونکی دووه بیلینه ډالره امداد ځنډولی دی. اسلام اباد تل دغه تورونه ردوي.

د پاکستان وزیراعظم د اقتصادي اړیکو صلاحکار مفتاح اسماعیل ویلي د نړیوالې ادارې دغه نوي وړاندیز کې زیات زور د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید دی. او داسې ښکاري چې امریکا دغه وړاندیز د هندوستان په ښوښه وړاندې کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یو ویاند ویليامریکا د وړاندې نه پاکستان ته په غیر قانوني توګه د پیسو لیګلو مخه نیولو په مسله اندېښنې څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG