لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ریاست نړیواله هوايي اډه د وتلي باکسر محمد علي په نوم کړه


د لوي وېل ښار نړیوال هوايي ډگر
د لوي وېل ښار نړیوال هوايي ډگر

د امریکې د کېنټکي ریاست مرکزي ښار لوي وېل خپله بېن الاقوامي هوایي اډه د مشهور باکسر محمد علي په نوم کړه.

محمد علي په کال ١٩۴٢ کې لوي وېل کې زېږیدلی او لوې شوی و او په کال ٢٠١٦ کې د مرگ وروسته هم په دغه ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

ډیر خلک وايي محمد علي د بل هیڅ کوم باکسر نه نه ویرېدو.

خو هغه یوه بل قسم ویره لرله.

هغه په جهاز یا الوتکه کې د سفر نه ویرېدو.

د محمد علي خدمات او د هغه ورثه نړۍ ته د ورپېژندگلو په غرض په لوي وېل کې محمد علي سېنټر یا مرکز قایم کړی شوی دی
د محمد علي خدمات او د هغه ورثه نړۍ ته د ورپېژندگلو په غرض په لوي وېل کې محمد علي سېنټر یا مرکز قایم کړی شوی دی

د خپلې دغې ویرې په اړه د یو امریکايي ټېلې وژن سره مرکه کې هغه ویلي "ځما ذهن ته د جهاز ماتېدل او بیا لاندې غورځیدل راځي او بیا وویم ما ولې بیړه کوله، زه په بس کې هم تللی شوم. خدایه، که دا ځل زه بچ شوم نو بیا به په رېل کې ځم."

د هوايي سفر نه د محمد علي ویره هر چا ته معلومه خبره وه.

د محمد علي یو ملگری روډولف وايي "هغه د پرواز نه ویرېدو، بس دغه یوه ویره یې لرله، خو زه دا وېلی شم چې (باکسنگ) په رنگ کې هغه د هیڅ چا نه نه ویرېدو."

اوس د اتفاق خبره دا ده چې هغه محمد علي چې د پرواز نه به ویرېدو اوس به یې نوم تل دپاره د جهازونو، پروازونو او د هوابازۍ سره وتړل شي.

د لوي وېل هوايي اډه د محمد علي په نوم کړی شوه.

د لوي وېل د فېصلې په اړه د لوي وېل ښار وال یا میئر گریگ فېشر وايي "مونږ سوچ وکړو چې د ښار په حېث به دا مناسب خبره وي چې د هغه نوم سره اعلانیه نښان ولگوو چې ووايي 'ښه محمد' مونږ هوايي اډه د ستا په نوم کوو. وخت راغلی چې د پرواز نه خپله ویره ختمه کړې."

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د لوي وېل د هوايی اډې د انتظام محکمې د ووټ د لارې د ښار نړیواله هوایي اډه د محمد علي په نوم کولو فېصله وکړه.

ډېن مېن د لوي وېل ریجنل ایرپورټ اتارټي چارواکی دی وايي "یوه کمېټي جوړه کړی شوه. یو نیم کال پورې د کمېټۍ یو شمېر غونډې وشوې او په دغو غونډو دا خبره واضحه شوه چې د محمد علي د منلو دپاره به لوي وېل محمد علي انټنرنېشنل ایرپورټ په ځايي او نړیواله کچه ډیره مناسب خبره وي."

د هغه لومړی نوم کېسییس کلی و خو په کال ١٩٦۴ کې د اسلام قبلولو وروسته یې محمد علي نوم خپل کړو.

محمد علي په دې هم مشهور و چې په سیاسي او د شهري حقونو په مسلو به یې سپینې خبرې کولې. د نونسوه شپېتم په لسیزه کې په ویتنام کې د جنگېدو نه هغه انکار کړی و او د قېد سزاوار شو. هغه د دغه جنگ سخت مخالف و.

د محمد علي خدمات او د هغه ورثه نړۍ ته د ورپېژندگلو په غرض په لوي وېل کې محمد علي سېنټر یا مرکز قایم کړی شوی دی. د مرکز مشر ډانلډ لېسر وايي د ښار هوايي اډه د محمد علي په نوم کولو لوې مقصد عام خلک د پخواني باکسر په اهمیت خبرول دي.

د لوي وېل په هادیره کې د محمد علي د قبر تصویر
د لوي وېل په هادیره کې د محمد علي د قبر تصویر

داسې ښکاري چې خپله هوايي اډه د محمد علي په نوم کولو د لارې لوي وېل د خپل شهري په شهرت د خوشحالۍ څرگندونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG