لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل ‌‌‌‌‌‌ډالر په شروع کولو غور کوي


بېټکوین په ډېجېټل کرنسیانو کې یوه ده
بېټکوین په ډېجېټل کرنسیانو کې یوه ده

د امريکې د ف‌‌‌‌‌‌ي‌‌‌‌‌‌ډرل ريزرو یا د پانګو مرکزي ادارې يو لوړ پورې چارواکې په کاروباري نړۍ کې په خبره حيراني خوره کړه چې مرکزي بنک داسې ګامونه اخلي چې د امريکا ‌‌‌‌‌‌ډالر ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل بڼه ونيسي.

چارواکې په دې وينا دا اشاره ورکړه چې امريکا د نورو لویو اقتصادي طاقتونو سره په شريکه د دې سېوا کېدونکي تحريک برخه شي او سوچ وکړي چې په راتلونکي کې پيسه څنګه وکارول شي.

امريکا به لومړی هېواد نه وي چې د سنټرل بنک ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل کرنسۍ يا سي بي ‌‌‌‌‌‌ډي سي په نوم کرنسۍ په متعارف کولو غور کوي.

چين د مخکې نه دا کارکړی دی.

خو د فېډرل ريزرو دا دلچسپي معنا لري چې د ‌‌‌‌‌‌راتلونکي ډېجېټل کيش د قوي کولو او قبلولو په لړ کې ګامونه واخلي او څنګه د نړيوال تجارت اونړيوال اقتصاد په دې منصوبه کې ‌‌‌‌‌‌ډالر ارزښتناک شي.

د سي بي ‌‌‌‌‌‌ډي سي پلويان يو داسې راتلونکي ته ګوري چې د خلکو او کاروبارونو تر منځ د پيسو ورکړه راکړه ژر او مستقيم وي چې کوم بنک ته پکې دمنځګړتوب اړتيا نه وي او ان تر دې چې که د يو تن د بنک اکاونټ نه هم وي خو په الېکټرانک طريقه په اسانه پيسې تر لاسه کولی شي.

خو د سخصي راز ساتلو په اړه شکونه او انديښنې هم کيږي چې دا نظام به مرکزي حکومت ته د ورکړو راکړو هغه پيسو ته هم لاس رسی ورکړيچې خلک نه غواړي نورو ته يې ښکاره کړي.

ځينې اقتصادي انديښنې هم شته لکه دا امکان هم کېدلی شي چې په نړۍ کې ازاد ګرځېدونکی ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل ‌‌‌‌‌‌ډالر د وړو هېوادونو د مرکزي بنکونو لخواورکړل شوي قامي کرنسيانې بې توله کړي.

اوس که دا ښه دي او که بد خو د حکومتونو په قامي کچه د ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل کرنسۍ د راوړلو امکان ورځ تر بله ‌‌‌‌‌‌په نړۍ کې برڅېره کيږي او چين ګو چې پهمحدوده توګه خو د وړاندې د يان ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل بڼه خپله کړې ده.

‌‌‌‌‌‌ ډيوې‌‌‌‌‌‌ډ ټريټ چې د نړيوالې کاروبارې ادارې ايکسېنچر يو چارواکی او د ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل کرنسۍ په اړه د چارو مشر دی وايي چې کمپنۍ يې د G-20 د ‌‌‌‌‌‌ډېروهېوادونو سره کار کړی او اندازه لګوي چې څلورمه برخه ملکونه به يې د کال 2024 پورې ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل کرنسي راوړي.

د سي بي ‌‌‌‌‌‌ډي سي په اړه خيال دی چې دا به د نورو کرنسيانو لکه بېټ کواين په رنګ نه وي بلکې يو امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډالر به هم اصل کې يو ‌‌‌‌‌‌ډالر وي اوفي‌‌‌‌‌‌ډرل ريزرو د دې ضمانت ورکوي.

ماهرين وايي د خلکو موبايل فون به د دې کاروبار غټه زريعه وګرځي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې اسانتياوې به پيدا کړي چې هم به د وخت او هم د پيسو لګښتکم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG