لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ناسا تحقیقاتي سیاره نن مریخ ته رسي


پرسیویېرنس به په یوه پېچیده طریقه مریخ ته ښکته کېږي چې پکې به د پېراشووټ یا د چترۍ ، د کېبلو او د یو کرېن نه کار اخیستل کېږي. دغه کرېن سکای کرېن نومیږي یا اسماني کرېن

د امریکې د خلايي تحقیق ادارې ناسا تحقیقاتي سیاره به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مریخ په مځکه کښېني. سیارې تېر کال د جولای په میاشت کې د مریخ په لورې سفر شروع کړی و.

د "پرسيویېرنس" یا د زغم نومې سیاره به د واشنګټن په وخت د ماسپښین پنځه منټه کم څلور بجې د مریخ مدار ته ور ننوځي او په اووه منټه کې به د مریخ سطحې ته ورښکته کېږي.

د ناسا ساینس پوهان وايي د مریخ سطحې ته د پرسیوییرنس د ښکته کېدو عمل به کامیاب وي او دې دغه مهال به دوی په سیاره هیڅ اختیار یا کنټرول نه لري. پرسیویېرنس به په یوه پېچیده طریقه مریخ ته ښکته کېږي چې پکې به د پېراشووټ یا د چترۍ ، د کېبلو او د یو کرېن نه کار اخیستل کېږي. دغه کرېن سکای کرېن نومیږي یا اسماني کرېن.

د ناسا یو چارواکي جېنېفر ټراسپر د نهې، سه شنبې، په ورځ یوې خبري غوڼدې ته وویل چې د پرسیوریېرنس ټول نظامونه په سم ډول کار کوي د مریخ ځمکې ته د کوزېدو تیاری یې نیولی دی.

ټاکل شوې ده چې پرسیویېرنس به په "جېزېرو کرېټر" یا د جېزېرو په ژوره کې کښېني. ګمان کېږي چې دغه ژوره د یو اوچ شوي تالاب یا جهیل ویخ دی. تحقیقاتي سیاره به د ژوند اثار لټوي.

د پرسیویېرنس د کښېناستو ځای د کاڼو (ډبرو) نه ډک دی چې لېنډنګ یا کښېناستل به پکې ګران وي خو ناسا وايي پرسیویېرنس په داسې ډول ځای ته د کوزېدو صلاحیت لري.

ناسا تر اوسه پورې په نهو کې اته تحقیقاتي سیارې د مریخ ځمکې ته رسولي دي.

د جوړښت په لحاظ پرسیوییرنس مریخ ته د لېږل شویو نورو مصنوعي سیارو په شان ښکاري خو د دې سره یو ډورن هم دی. دغه ډرون ته "اېنجنیوټي" نوم ورکړی شوی دی یعنې هوښیارتیا. د ډرون دلارې به دا کتنا کېږي چې د مریخ په فضا کې پرواز ممکن دی او که نا؟

XS
SM
MD
LG