لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځائي امریکایانو په امریکا د انساني حقوقو د خلاف ورزۍ غږ


د اوننډاگا قبیلې یو مشر د نیویارک د عدالت بهر ولاړ دی چرته چې د هغوې د مزکې د ملکیت د مقدمې اورنه روانه وه
د اوننډاگا قبیلې یو مشر د نیویارک د عدالت بهر ولاړ دی چرته چې د هغوې د مزکې د ملکیت د مقدمې اورنه روانه وه
د امریکې اصلي باشندگانو یوې ډلې نیټیو امریکن د ارگنائزیشن اف امریکن سټیټس نه غوښتنه کړې چې په امریکا دې د انساني حقوقو د خلاف ورزۍ الزام ولگوي.
د اوننډاگا انډین قام مشرانو د نهې په ورځ په واشنگټن کې غونډه وکړه او د انټر امریکن کمیشن ان هیومن رائټس ته يي خپل درخاست وړاندې کړو. دوي وویل امریکائي عدالتونو د دوي د قام د انساني حقوقو خلاف ورزي کړې ده ځکه چې نیویارک کې د دوه اشاریه پنځه میلینه ایکړ مزکې د ملکیت په هکله يي ددوي د مقدمې اوریدو نه انکار کړی دی.
اوننډاگا نیشن وايي د گڼ شمیر معاهدو باوجود دغه مزکه د کال ١٧٨٨ راهسې ددوې نه نیول شوي ده.
امریکائي عدالتونو چې پکې سپریم کورټ هم شامل دی د مزکې د ملکیت ددغه مقدمه د اوریدو نه يي انکار کړی دی.
اوننډاگا قام وايي نه خو د مزکې نه څوک پاسول غواړي، نه څه مالي حوض غواړي او نه هم په دغه مزک د جوارۍ اډه جوړول غواړي بلکه یواځنی مقصد یي دا حق ترلاسه کول دي چې اوننډاگا قام به ددغه مزکې د چاپیریال تحفظ خپل لاس کې لري، لکه چې د تیرو څو صدیو راهسې يي کوي.
دغه قام وايي د مزکې نه خطرناک مواد او خیچن مقامات لرې کول غواړي. په مزکه کې د نیویارک ۴٠٠٠ کلومیټره علاقه هم شامله ده چې ٨٧٥٠٠٠ ابادي پې پرته ده.
په موجوده وخت کې اوننډاگا قام په قبضه کې ٧٣٠٠ مربع کلومیټره مزکه ده چې سیراکیوز ښار په جنوب کې پرته ده.
په دغه خواست کې د اوننډاگا قام ملگریته د امریکا د شپږو اصلي قامونو اتحاد کوي چې پکې اوننډاگا، موهاک، اونیډا، کایوگا او سنیکا نیشنز شامل دي. هر قام خپل جدا حکومت، قوانین، ژبه، رواج او ثقافت لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG