لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان په اړه به نېټو د صدربایډن سره د سر مشرانو غونډه کوي


د ګل، دوشنبې، په ورځ په برسلز خپله وېنا کې د نېټو مشر وویل د نړیوالو ملاتړ تر څنګ به بالاخر د خپل هېواد د امنیت او پرمختګ ‌ذمه واري به افغانان په خپله اوږو اخلي."زما د کلک یقین دی په یو پړاو به افغانان د خبل مستقل ذمه واري په خپله اخلي."

افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا وروسته په جنګ ځپلې هېواد کې د صورتحال او افغانستان سره د اینده مرستې په اړه به د نېټو پوځی ایتلاف د امریکې صدر جوبایډن سره د سرمشرانو غونډه کوي.

دغه مجوزې غونډې دپاره د جون د میاشت ۱۴ نېټه ټاکل شوي ده او ای پي خبري ادارې ترمخه د نېټو خارجه وزیران د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلز کې یوځای کېږي چې د صدر بایډن سره د غونډې دباره زمینه برابره کړي.

بلخوا د نېټو عمومي مشر جېنس سټالټنبرګ ویلي نېټو به په افغانستان په غېر پوځي ډول موجودګۍ ته دوام ورکوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په برسلز خپله وېنا کې د نېټو مشر وویل د نړیوالو ملاتړ تر څنګ به بالاخر د خپل هېواد د امنیت او پرمختګ ‌ذمه واري به افغانان په خپله اوږو اخلي."زما د کلک یقین دی په یو پړاو به افغانان د خبل مستقل ذمه واري په خپله اخلي."

جېنس سټالټنبرګ وویل په داسې حال کې چې نېټو په افغانستان کې نظامي موجودګي ختموي "مونږ به د سوېلین حضور دلارې هېواد سره ملاتړ ته دوام ورکوو، د صلاحیت د زیاتولو دلارې، د افغان امنیتي ځواکونو دپاره د مالي وسیلو دلارې او د هوايی اډې او د ملک نه بهر د تربيي په شان انتهايی اهم بنیادي سهولتونه بحال ساتلو دلارې."

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د نېټو خارجه وزیران به په خپله غونډه کې په افغانستان کې د پوځی فعالیت ترسره کېدو په اړه خبرې کوي.

رپورټ وايی په څلوارلسم جون د صدر بایډن او د نېټو د سر مشرانو به په داسې حال کې کېږي چې ممکنه ده د ایتلاف زیاتره ځواکونه به د افغانستان څخه وتلي وي خو اوس هم یو شمېر پوښتنې موجود دي چې نېټو به د ای پي په قول د ادارې فساد نه ډک افغان امنیتي ځواکونو مالي مرستې ته څنګه دوام ورکوي، چی ایا افغان ځواکونو ته د افغانستان نه بهر تربیه ورکړی شي او چې څوک به غیر پوځي کارکونکو، سفارتخانو او هوايي اډې ته تحفظ ورکوي.

جېنس سټالټنبرګ وویل افغانستان نه بهر د افغان امنیتي ځواکونو په امکان به د امریکې سره هم خبرې کوي.

جېنس سټالټنبرګ د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه. "زه د افغان امنیتي ځواکونو د طاقت او جرات نه متاثر شوی یم او دا چې خطرات او مشکلات موجود دي نو هم ځکه به یې مونږ ملاتړ ته دوام ورکوو."

XS
SM
MD
LG