لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګورنر اېنډریو کومو په نیویارک کې په یهودیانو د حملو غندنه کړې


ګورنر اېنډریو کومو په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "زه د یهودیانو په شان ښکاره کېدوونکو د نیویارک په اوسېدونکو د بې رحمه حملو په واضحه ډول غندنه کوم. د یهودیانو په ضد تشدد او د ډلو (ګېڼک) دلاسه د خلکو ویرول د زغملو وړ نه دي."

د امریکې په نیویارک ښار کې په یهودیانو د یو شمېر حملو وروسته د نیویارک ګورنر یا والي یو بیان جاري کړی او د بریدونو غندنه یې کړې ده.

ګورنر اېنډریو کومو په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "زه د یهودیانو په شان ښکاره کېدوونکو د نیویارک په اوسېدونکو د بې رحمه حملو په واضحه ډول غندنه کوم. د یهودیانو په ضد تشدد او د ډلو (ګېڼک) دلاسه د خلکو ویرول د زغملو وړ نه دي."

هغه وویل په نیویارک کې مېشته د هر نسل، مذهب او پس منظر خلک باید په تحفظ او د ویرې نه خالي د ښار په لارو کوڅو کې وګرځي.

د وي او ای رپورټ وايي په نیویارک کې د اسرایلیانو او فلسطینیانو په حق د غبرګو مظاهرو وروسته په یهودیانو د حملو یو شمېرداسې وډیوګانې مخې ته راغلي دي.

په نیویارک کې دغه مظاهرې په داسې مهال کېدلې چې اسرایل او فلسطیني حماس ډله په جګړه کې ښکیل وو.

لږ تر لږه د لسو ورځو د جګړې وروسته د فریقېنو ترمنځ اوربند د جمعې د ورځې شروع شو.

په نیویارککې یو یهودي تن د پولیس په وېنا په ډله اییزه حمله کې زخمي شوی و خو حالت یې نه خطرې نه بهر و.

د امریکې ای بي سي نیوز ترمخه د تشدد په لړ کې ۲۶ کسان نیول شوي دي.

د نیویارک ګورنر اېنډریو کومو وویل انصاف به کوي او د ریاستي پولیس د نفرت په بنیاد د جرمونو د مخینوي څانګې ته امر کړی چې په نیویارک کې د یهودیانو په ضد د حملو په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي په ورستیو ورځو کې په ملک کې په اېنټي سېمېټک یا د یهودیانو خلاف حملو کې اضافه شوي ده.

په لاس اېنجلس ښار کې پولیس د هغه اېنټې سېمېټېک حملې تحقیقات کوي چې په وډیو کې ریکارډ شوې ده.

د اېریزونا په ټوسان ښار، د يوټا ریاست په سالټ لېک سېټي ښار او په شېکاګو کې د یهودیانو عبادتخاې یا سېنګاګز ته حملو کې زیان رسول شوی دی.

په انټرنېټ هم اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیانو خلاف تعصب زیات شوی دی. دا خبره یهودي تنظیم اېنټي ډېفېمېشن لیګ، ای ډي اېل، کړې ده چې د یهودیانوضد تعصب د خاتمې دپاره هلې ځلې کوي.

لیګ وايي د می د اوومې نېټې څخه د ۱۴ نېټې پورې ۱۷۰۰۰ ټوېټونو کې ذکر شوی چې د جرمني پخوانی واکمن اېډولف هېټلر "صحیح" و. یهودیان هټلر د هالو کاسټ یا د یهودیانو د نسل وژنې مسول بولي.

د ای ډي اېل مشر یا سي ايي او جانتن ګرین بلېټ په داسې حال کې چې د اسرایل او حماس ترمنځ جګړه کېدله په امریکا کې دننه د یهودیانو په ضد نفرت کې زیاتوالی لېدل کېدو.

ګرین بلېټ وویل د یهودیان خلاف په انټرنېټ کرکه د لاس اېنجلس، فلورېډا، نیویارک په شان د امریکې د لویو ښارونو، کلیوالو علاقو او د دې ترڅنګ په لندن او فرانس کې هم لېدل کېدله او د سوشل میډیا په هر پلېټ فارم موجود وه.

XS
SM
MD
LG