لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې د ٩/١١ حملو په یاد کې دستورې وشوې


صدر ټرمپ د پېنسېلوینیا ریاست په دستوره کې په حملو کې د وژل شوو کسانو د خپلوانو غونډې ته وویل چې قام ددوی په غم کې شریک دی

په امریکا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د کال ٢٠٠١ د نهم سپټبمر د حملو په یاد کې دستورې وشوې او صدر ډانلډ ټرمپ د پنېسیلوینیا ریاست د شنکسویل کلي په هغه ځای کې په دستوره کې گډون وکړو چرته چې د حملو په ورځ یو جهاز غورځېدلی و.

د پېنسېلوینیا نه علاوه په نیویارک او د واشنگټن سره نژدې په ورجېنیا ریاست کې د دفاع وزارت یا پېنټنگان په ودانۍ کې هم د ٩/١١ په یاد کې دستورې وشوې او په حملو کې د وژل شوو خلکو یاد ونمانځل شو.

د کال ٢٠٠١ په حملو کې د نیویارک په ورلډ ټریډ سېنټر، په پېنټگان او په پېنسېلوینیا ریاست کې شا او خوا ٣٠٠٠ کسان وژل شوې دي. د القاعده مشر اوسامه بن لادن د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې وه. بن لادن په کال ٢٠٠١ کې د امرېکې خصوصي ځواکونو په ایبټ اباد ښار کې ووژلو.

صدر ټرمپ د پېنسېلوینیا ریاست په دستوره کې په حملو کې د وژل شوو کسانو د خپلوانو غونډې ته وویل چې قام ددوی په غم کې شریک دی. صدر ټرمپ وویل "د ستاستو اوښکې په نتهايي کې نه بهیږي... مونږ د هرې مور، د هر پلار، د هرې خور، ورور، زوي او لور دپاره په شریکه غمجن یوو" د نیویارک، پېنټگان او د پېنسېلوینیا په حملو کې اخیستل شوې دي.

نایب صدر مایک پېنس او د دفاع وزیر جېم مېټس د پېنټگان په دستوره کې برخه واخیسته.

او په نیویارک کې د سلگونو په شمېره کې د ٩/١١ په حملو کې ژوندې پاتې شویو خلکو خپله او د وژل شویو خلکو خپلوانو په هغه ځای دستوره کې برخه واخیسته چرته چې د ورلډ ټریډ سېنټر غبرگې ودانۍ ولاړوې خو د ٩/١١ په حملو کې تباه شوې دي. د نیویارک په دستوره کې د ٩/١١ په حمله کې وژل شوي هر تن نوم واخیستل شو.

د سپټمبر د حملو په نتیجه کې د هغه وخت صدر جارج ډبلیو بش د ترهگرۍ خلاف د جنگ اعلان وکړو او په افغانستان کې یې د طالبانو په حکومت یرغل وکړه

شا او خوا دوه لسیزې ورسته هم د ٩/١١ حملې د هغه خلکو دپاره د خفگان یادگار دی چې خپلوان یې پکې وژل شوې دي

د مېرمن مېري فیشی زوی بریډ د ورلډ ټریډ سېنټر په جنوبي ودرانۍ کې و او پلار ته یې وویل چې هغه محفوظ دی. په دغه وخت یو جهاز د ورلډ ټریډ سېنټر شمالي ودانۍ ووهله. او بیا بل جهاز د ورلډټریډ سېنټر هغه ودانۍ هم ووهله چې بریډ پکې و

د بریډ مور وايي په هغه ټوله ورځ یې انتظار کولو چې زوی به ورته د خپل خېریت ټېلې فون وکړي خو وې یې نکړو

د سپټمبر د میاشت په اخېره کې مېرمن مېري د خپل زوي په یاد کې دستوره ونمانځله

XS
SM
MD
LG