لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا ایټمي وسلو په اړه د امریکې اندیښمني


A truckload of stranded commuters cross a flooded street in Manila, Philippines.
A truckload of stranded commuters cross a flooded street in Manila, Philippines.

د امریکې د پوځ مشر ایډمرل مائیک مولن د شمالي کوریا د ایټمي وسلو جوړولو د پاره کوششونه د اندیښنې وړ خبره گرځولې ده.

د ایډمرل مائیک مولن د څرگندونو نه وړاندې داسې رپورټونه راغلې دې چې شمالي کوریا د ایټمي وسلو جوړولو په لړ کې پرمختگ کړی دی او نوي ایټمي ودانۍ يي جوړې کړې دي.

د امریکې ایټمې سائنس پوهه زیگ فریډ هیکر وائې شمالي کوریا ته په ورستۍ دوره کې ورته نوي ایټمي وداني ووښودلی شوه. هغه وائي په ودانۍ کې د زرو نه زیات سنټرې فیوجز یا د یورینیم جوړولو مشینان لگول شوې ؤ.

هیکر وائې هغه حیران پاتې شو چې دغه سنټرې فیوجز په څومره پیچیدگۍ او تندې جوړ کړی شوې دې.

هیکر وائې د شمالي کوریا چارواکو هغه ته وویل په نوي ایټمي ودانۍ کې په ټیټه کچه صفا یورینیم جوړول کیږي چې په نوي ایمټي ري ایکټر یا بټۍ کې به استعمالیږي.

د اتوار په ورځ د امریکې ای بې سې ټیلې ویژن سره مرکه کې د امریکې پوځې مشر ایډمرل مائیک مولن وویل د شمالي کوریا ایټمي وسلې جوړول د اسیا او د نړۍ د پاره ډیره د اندیښنې خبره ده.

ایډمرمائیک مولن وائې د نوي ایټمي ودانۍ جوړولو د لارې شمالي کوریا هاغه اندیښنې رښتیه کړې چې د یو امر واکمن د مشرۍ د لاندې شمالي کوریا په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کول غواړي.

ایډمرل مائیک مولن دا هم وویل د نوي ایټمي ودانۍ جوړولو د لارې د شمالي کوریا مشر کم یانگ ال غواړي چې خپل ځوی کم یونگ ون د خپل جانشین په حیث د هیواد نوی مشر ووټاکي.

ایډمرل مائیک مولن وائې لږه موده وړاندې کم یونگ ال د جنوبي کوریا شپږ څلویښت سمندري عسکر اوژل، هغه سیمه بې ثباته کول غواړي او دا هر څه د هغه د ځوې د جانشینۍ د پلان سره تړلې دې.

د سږ کال په شورو کې جنوبي کوریاد تحقیقاتو روستو وئیلې ؤ چې شمالي کوریا يي یوه سمندرې بیټۍ تباه کړې ده خو شمالي کوریا دا خبره رد کړې وه. په پېښه کې د جنوبي کوریا شپږ څلویښت عسکر وژل شوې ؤ.

د شمالي کوریا د نوي ایټمي ودانۍ په حقله معلومات واشنگټن کې د څیړنې ادارې انسټیټوټ فار سائنس اینډ انټرنیشنل سکیورټي د تصویرانو د لارې رامنځته شول. تصویرانو کې ښودل شوې دي چې شمالي کوریا نوي ایټمي ودانیۍ جوړولو باندې لاس پورې کړی دی.

د امریکې پخوانی سفارتکار جیک پریټچرډ وائې په دې ورستیوورځو کې هغه یانگبی یون کې د نوي ایټمي ودانۍ دوره کړې وه او هلته ورته د شمالي کوریا چاوراکوی وویل چې دوې د ازموئنو د پاره ایټمي بټۍ جوړول غواړي. دغه بټۍ لائټ واټر رې ایکټر دی.

لائټ واټر ری ایکټر په عامه توگه د بجلۍ جوړولو دپاره استعماليږي. خو پوهان وائې لائټ واټر ري ایکټر د یورینیم جوړولو د پاره هم پکاریدی شي، چې بیا دغه یورینیم په ایټمي بټۍ کې د خشاک په توگه او یا په ایټمې وسلو کې هم استعمالیږي.

تیرکال شمالي کوریا د خپل ایټمي پروگرام په سر د شپږ اړخیزه مزاکراتو نه انکار کړی ؤ. په دغه خبرو اترو کې جنوبي کوریا، چین، جاپان، روس، او امریکا برخه اخلي.

ایډمرل مائیک مولن وائې دغه هیوادونه شمالي کوریا باید بیا د مزاکراتو میز ته را ولې.

ایډمرل مائیک مولن وائې د شمالي کوریا مشر کم ال یانگ باندې باید په دې لړ کې فشار زیات کړی شي چې مزاکراتو ته غاړه کیدي.

د شمالي کوریا د پاره د امریکې صدر باراک اوبامه خصوصي استازی سټیون باس ورت د اتوار په ورځ جنوبي کوریا ته رسیدلی دی چې د شمالي کوریا ایټمي کشالی په سر د ځنډ ښکار خبرې اترې بیا شورو کړی شي.

واشنگټن ته د ستنیدو وړاندې به هغه د ټوکیو او بیجنگ سفر هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG