لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل ډنفورډ: امریکا دې د شمالي کوریا سره کړکیچ په سوله ییزه لاره حل کړي


ښاغلي ډنفورډ ټینگار وکړ چې امریکا دې د شمالي کوريا سره سوله ایزې پایلې وګوري

د امریکې د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي ویلي امریکا دې شمالي کوریا سره د روان کړکیچ ختمولو لپاره سیاسي او سوله ییزه لاره ولټوي. هغه وویل د شمالي کوريا سره جګړه ډیرې خطرناکې پالې لرلې شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ وینا کې جنرال جوزف ډنفورډ وویل د پنټګان رول د امریکا ډیپلوماټیکو هڅو ته وده ورکول دي.

ښاغلي ډنفورډ ټینگار وکړ چې امریکا دې د شمالي کوريا سره سوله ایزې پایلې وګوري ځکه چې که شمالي کوریا خپل د بین البراعظمې بلیسټیک توغنديو جوړولو ته وده ورکړي نو د امریکا مځکې یا وچې ته د رسیدو وړتیا هم لري.

ډنفورډ د اسټرالیا د هوایي ځواکونو په مرکز کې د امریکايي سمندري سرتیرو تر لنډ مهالې ګومارنې وروسته خبریالانو ته وویل د ستونزې پوځي اړخ دا دی چې د بهرنیو چارو د مرستیال ریکس ټیلرسن د اقتصادي او ډیپلوماټیک فشار پر کمپاین بیا ټینګار وشي ځکه چې د ده ډیپلوماټیکې هڅې د پوځي ځواک له خوا د باور وړ ګڼل شوې دي.

هغه وویل خو لا هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پنټګان او د دفاع وزیر جیم میټس څخه د نظامي لارو چارو غوښتنه کړی. نفورډ د سمندري سرتیرو ځینو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې څنګه توانیدای شي د شمالي کوریا سره د ممکنه جګړې پر مهال د پوځ د زیاتې مرګ ژوبلې مخنیوې وکړي چې د امریکا او شمالي کوریا د ۵۳-۱۹۵۰ کلونو جګړې کښې پیښ شوي وو. د ۲۰۱۲ کال راهیسې امریکا د اسټرلیا ډاروین ښار ته خپل سمندري ځواکونه د لنډمهالې مودې او روزنې لپاره لیږي. تیر کال امریکا ۱۲۵۰سمندري سرتیري ډاروین ته ولیږل. خو دا شمیرې به په روان کال ۲۰۱۸ کښې لا زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG