لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د شمالي کوریا د صدر نه غټه او قوي ایټمي بټن لرم


د "فیټ مین" یا د چاغ سړي نومې دا رنگ بم په دویم نړي وال جنگ کې امریکې د جاپان په ناگاساکي غورځولی و
د "فیټ مین" یا د چاغ سړي نومې دا رنگ بم په دویم نړي وال جنگ کې امریکې د جاپان په ناگاساکي غورځولی و

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د شمالي کوریا د صدر کېم یانگ اون په مقابله کې زیاته غټه او طاقتوره ایټمي بټن لري.

په حقیقت کې ایټمي بټن وجود نه لري. او هر ملک په بل د ایټم بم حمله کولو لپاره خپل خپل نظام لري خو په زیارتره هیوادونو کې به د هیواد مشر وړمبی د خپل شناخت تصدیق کوي او ددې ورسته به یې امر عملي کولی شي یعنې د یوې بټن په وهلو ایټمي حمله نه کیږي.

صدر ټرمپ د نهی، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر وویل چې ایټمي بټن یې د صدر کېم نه "غټه" او "زیاتره طاقتوره" ده.

د صدر ټرمپ د ټویټ نه وړاندې د شمالي کوریا صدر ویلي وو چې ایټمي بټن یې هر وخت په میز پرته وي. امریکايي مامورین وايي شمالي کوریا د سیمي او نړۍ لپاره ایټمي خطر دی. څیړونکي وايي څه رنگ چې کېم ویلي شمالي کوریا ایټمي بټن نه لري او د بټن ذکره زیاتره یوه خیالي خبره ده.

په امریکا کې د ایټم بم حمله کول انتهايي خفیه او پیچیده طریقه کار لري چې پکې د ایټمي "فټ بال" نومې یوه صندوقچه استعمالیږي. دغه صندوقچه ۴٥ پونډه وزن لري او د پوځي افسرانو یوه ډله یې هر هغه ځای ته وړي چې صدر ورته سفر کوي. د افسرانو دا ډله بدلیږي رابدلیږي.

ایټمي "فټ بال" نومې صندوقچه کې د مواصلاتو الات او د جنگ د منصوبو یو فهرست پروت وي. په دغه فهرست کې هغه ځایونه شامل دي چې امریکا یې په هدف کولی شي. امریکا دا وخت شا او خوا ٩٠٠ ایټمي وسلې لري.

که چرې ډانلډ ټرمپ یا بل امریکايي صدر د ایټمي حملې امر ورکوي نو وړمبی به د خفیه زار په زریعه پوځي افسرانو ته د خپل ځان پیژندگلو کوي. دغه راز په یو کارډ لیکل شوی وي چې ورته د "بسکټ" یا د ککوړي نوم ورکړی شوی دی. صدر دغه کارډ هر وخت د ځان سره ساتي.

امریکايي صدر به د ایټمي حملې امر د سرښار واشنگټن سره نژدې ددفاع وزارت یا پینټگان او په نېبراسکا ریاست کې میشت د پوځ خصوصي مرکز سټریټیجک کمانډ ته ورکوي. د ایټمي حملې دپاره صدر د کانگرس یا د پوځ منظورۍ ته اړتیا نه لري.

د امریکې او د شمالي کوریا ترمنځ اېټمي بیان بازي د گل، دوشنبې، د ورځ نه شروع شوه کله چې صدر کېم وویل "دا تشه دړکه نه ده بلکې حقیقت دی چې ځما په مېز ځما په دفتر کې ایټمي بټن پرته ده." هغه زیاته کړه "د امریکې ټول هیواد زمونږ د ایټمي گزار د لاندې دی."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG