لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماېک پمپیو د شمالي کوریا سفر ګټه ور او کوربه هیواد د مایوسۍ ډک بللی


د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو د شمالي کوریا د سفر وروستو د دغه هیواد د خارجه چارو وزارت په یو بیان کې د ښاغلي پمپیو سفر د ٫٫ مایوسۍ ډک٬٬ بللی او په واشنګټن يې تور لګولی چې په یو اړخیزه توګه د پیانګ یانګ نیوکلیايي پروګرام ختمول غواړي.

د شمالي کوریا د خارجه وزارت د یو بې نومه ویاند لخوا خپور شوی دغه بیان د امریکا خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د سفر څو ساعته وروستو راغلی. دغه بیان زیاتوي د خبرو اترو نتیجې ٫٫ ډېرې ویرونکې٬٬ وې ځکه په دغو کې هغه لار غوره کړی شوې چې د نیوکلیايي وسلو ختمولو زمونږ سلا بدلولی شي.

وړاندې د دغې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو د خپل دوه ورځني سفر په پاېه کې ویلي وو، د شمالي کوریا د چارواکو سره ډیرې مثبتې او هر اړخیزه خبرې شوي. د ښاغلي پمپیو په وینا په دغه سفر کې د څو ساعتو پورې په هر اړخیزه لانجو ګټه ورې خبرې شوي دي.

د امریکا دغه ستر ډپلومېټ ویلي په خبرو اترو کې د شمالي کوریا د نیوکلیايي پروګرام تړلو په نېټه یا وخت هم بحث شوی. که څه هم نوموړي په دغې اړه څه نور تفصیل وړاندې نه کړو خو زیاته کړې يې ده چې په خبرو اترو کې په ټولو لانجو بحث شوی.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر د شمالي کوریا د سفر وروستو دا مهال ټوکیو ته رسیدلی. په ټوکیو کې نوموړي ویلي د جولايي میاشتې په ۱۲ نېټه د شمالي کوریا د چارواکو سره یوه بله غونډه ټاکل شوې.

د ماېک پمپیو په وینا په دغه غونډه کې به په کوریايي جنګ کې وژل شوو امریکايي عسکرو د مړو د سپارلو په لانجه خبرې اترې کیږي.

په روان کال کې د امریکا دخارجه چارو سکتر د شمالي کوریا دا دریم سفر او تیره شپه یې په دغه هیواد کې لومړۍ شپه هم وه.

XS
SM
MD
LG