لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: شمالي کوریا درې امریکايي بندیان خوشې کړیدي


امریکايي شهري کېم ډونگ چل په شمالي کوریا کې د قید په مهال پیانگیانگ کې عدالت ته بوتلل کیږي. کیم د دوو نورو امریکایانو ترڅنگ ازاد کړی شوی دی
امریکايي شهري کېم ډونگ چل په شمالي کوریا کې د قید په مهال پیانگیانگ کې عدالت ته بوتلل کیږي. کیم د دوو نورو امریکایانو ترڅنگ ازاد کړی شوی دی

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، هغه درې امریکایان چې په شمالي کوریا کې بندي وو خوشې کړای شویدي او دا مهال د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په ګډه امریکا ته راروان دي.

ټرمپ دغه اعلان په خپلې ټوېټر پاڼې باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ کړی او ویلي یې دي چې د درې واړو روغتیايي حالت ښه برېښي.

دغه خبر وروسته شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د سفر وروسته خپور شوی.

پمپیو شمالي کوریا ته ددې لپاره ورغلی چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالی کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ د خبرو لپاره چمتوالی ونیسي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ټرمپ د امریکایانو د خوشې کېدو په برخه کې د کېم جان اون اقدام ستایلی او دا یې د ښه نیت په برخه کې یو مهم کار بللی.

په شمالي کوریا کې درې امریکایان چې په خټه کوریایان وو بندي شوي وو.

ټوني کېم او کېم هېک سانګ په پیانګ یانګ پوهنتون کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې استاذان وو چې په جلا جلا ډول په ۲۰۱۷ کال کې په دې تور ونیول شول چې د حکومت د پرزولو په فعالیتونو کې یې لاس درلود.

دریم بندي کېم ډانګ چل و چې د شمالي کوریا په شمال ختیځه برخه کې د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر میاشت کې نیول شوی و.

دی د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند باندې محکوم شوی و.

د ټوبي کېم کورنۍ د یو بیان په خپرولو سره له ټولو هغو څخه مننه کړې چې خپل هېواد ته دده په بېرته ستنېدو کې یې هلې ځلې کړیدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG