لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به جنوبي کوریا او جاپان ته نور جدید پوځي سازاو سامان ورکوي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې جنوبي کوریا او جاپان ته به د نور زیات امریکايي پوځي ساز او سامان د اخیستلو اجازت ورکوي. داسې ښکاري چې گنې صدر ټرمپ دا اقدام د شمالي کوریا د ایټمي ازموینې په جواب کې د اتحادي هیوادونو د تحفظ په خاطر اخلي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټیویټر خپل پیغام کې صدر ټرمپ وویل جاپان او جنوبي کوریا ته به اجازت ورکوي چې د امریکې نه په ډیره لویه پیمانه انتهايي جدید پوځي سامان واخلي.

بلخوا، د شمالي کوریا یو سفارتکار ویلي هیواد يې امریکې ته نورې "ډالۍ" لیږلو ته تیار دی.

په جنیوا کې د ملگرو ملتونو په انتظام د وسلې د مخنیوي په موضوع یوې غونډې ته وینا کې د شمالي کوریا استازي هان تی سانگ وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ شمالي کوریا په کامیابۍ د هایډروجن بم ازمایښتې چاودنه وکړه. هایډروجن بم د روایتي ایټم بم نه زیات طاقتور وي.

د شمالي کوریا سفیر وویل که چرې امریکا راپارونکي اقدامات او په شمالي کوریا د فشار اچولو ناکامه کوښښونه جاري ساتی نو د پیانگیانگ نه به نورې ډالۍ ترلاسه کړي.

چین او روس چې د شمالي کوریا کلک سیاسي حمایتیان دي وايي په شمالي کوریا نور بندیزونه په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لار نه ده.

په چین کې د برېکس نومې تنظیم د غړي هیوادونو د غونډې په څنگ کې خپلو خبرو کې د روس صدر ولادیمیر پوټن د شمالي کوریا د ایټمي ازموینې غندنه وکړه خو خبرداری يې وکړو چې د پوځي بیانونو په نتیجه کې "نړي واله تباهي" رامینځته کیدی شي.

صدر پوټن د امریکې ددې خبرې هم مخالفت وکړو چې په شمالي کوریا دې نور بندیزونه ولگول شي. هغه وویل په شمالي کوریا نورې پابندۍ به بې اثره او بې کاره وی. هغه وویل دا د "خنده" خبره ده چې امریکې خو اول په روس پابندۍ ولگولې او وس په شمالي کوریا د پابندیو دپاره روس نه د همکارۍ غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG