لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صدر ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر د ملاقات دپاره سفارتي هلې ځلې


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د شمالي کوریا مشر کېم جونگ اون سره په پیانگ یانگ کې دا میاشت ولیدلی

د شمالي کوریا یو لوړ رتبه چارواکی به دا اونۍ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو سره نیو یارک ښار کې ملاقات کوي.

د امریکې د خاره خارجه وزارت ویانده میرمن هېدر ناورټ وايي خوشبینه ده چې د ښاغلي پامپېیو سره د کم یونگ چول دا ملاقات به مثبت نتائج راوړي.

مېرمن ناورټ وویل "کم یونگ چول سره د خارجه وزیر دا دریم ملاقات دې، دواړه مشرانو ډیر په تفصیل سره له دې وړاندې، په یو شمیر موضوعاتو ژورې خبرې اترې کړیدې.شمالي کوریا خبر ده چې امریکا د دوي نه څه تمه لري. په دې اړه نور تفصیل به تاسو د خارجه وزیر نه زر واورې."

کم یونگ چول په تیرو دوو لیسزو کښې لومړې شمالي کوریايي چارواکې دی چې د امریکې دوره به کوي.

د شمالي کوریا د استخباراتو په دې پخواني مشر د امریکې سوني پکچر نومي فلمونه جوړونکي کمپنۍ دا تور لگولی چې د انټرنیټ دلارې یې پرې حملې کړې دي.

صدر ټرمپ چې له دې وړاندې یې د شمالي کوریا د مشر سره د ملاقات نه کولو ناڅاپي اعلان کړی و وس یې په ټویټر ویلي، شمالي کوریا یې خط ته ډیر تکړه ځواب ویلې.

پیټرک مکېشرن د ولسن سنټر نومې ادارې څیړونکی دی وايي د شمالي کوریا د دومره لوړ رتبه چارواکي امریکا ته راتگ د خبرو سنجیدگي ښايي. " شمالي کوریا به چیرې هم خپله اېټمي وسله تلف کولو ته غاړه کیږندي، خو دوي اوس په دې خبرې اقتصادي او امنیتي گټې ترلاسه کولو لپاره کوي. حقیقت دا دې چې کتل به دا وي چې امریکا او د دوي اعتلافیان د اېټمي وسلو څخه پاک کوریايي ټاپو ممکنه کولې شي؟"
د سپینې ماڼۍ په وینا صدر ټرمپ په د جون په ٧مه نیټه د جاپان وزیراعظم شینزو آبۍ سره هم ملاقات کوي. دا لیدو کاتو به د سنگاپور ممکنه امن سرمشریزه غونډې پنځه ورځې مخکې کیږي او طمع ده چې موضوع یې هم شمالي کوریا ده.

XS
SM
MD
LG