لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر د ملاقات دپاره سفارتي کوښښونه دوام لري


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جون ان
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جون ان

د جنوبي کوریا حکومتي خبري ادارې یوانهاپ د نهې، د سه شنبې، په ورځ یو رپورټ کې وویل د شمالي کوريا یو لوړ پوړې چارواکی د بيجينګ سفر کړی او پلان لري چې د شورو، د چهارشنبې، ورځ د امریکا نیو یارک ښار ته روان شي او د صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جون ان د ممکنه سر مشریزې غونډې په اړه خبرې وکړي.

ګڼ شمیر رسنیو راپور ورکړ چې د شمالي کوریا د استخباراتي اداراې پخوانی مشر او د اوسني واکمنه ګوند مرستیال کیم ین کول، د بیجینګ په هوایی ډګر کې لیدل شوی. ګمان کیږي چې هغه به د متحده ایالاتو په سفر لاړ شي او که داسې وشي نو د شمالي کوریا څخه به د کال ۲۰۰۰ وروسته هغه لومړی لوړپوړې چارواکی وي چې امریکا ته سفر ولري.

د متحده ایالاتو او شمالي کوريا چارواکو د یکشنبې په ورځ سره لیده کاته وکړه. د ټرمپ د ادارې او د شمالي کوریا د ادراې چارواکي د سنګاپور په سفر تللي تر څو د کیدونکې غونډې ځای وویني او نور لوژیسټیکې انتظام هم برابر کړي.

د شمالي کوریا سره د خبرو اترو تر مخه ښاغلی ټرمپ پلان لري چې د جاپان صدراعظم شینوزو ابی سره هم ملاقات وکړي او د شمالي کوریا په وړاندې په تګلارې خبرې وکړي. خو سپینې ماڼۍ تر اوسه دا واضح کړې نه ده چې دغه دواړه مشران به چیرې او په کومې نیټې له یو بل سره لیده کاته وکړي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرې پنجشنبی په ورځ نړۍ په دې حیرانه کړه چې کېم جون اون ته ېې په یوه خلاص لیک کې ولیکل " داوخت د غېراټومی کولو سرمشریزې غونډې ته مناسب ندی."

خو بیا وروسته د کیدونکې غونډې امکانات زیات شوه او په خپل بل ټویټ کې یې شمالي کوریا ستایلې، هغه لیکلي چې زه پدی باور یم چې شمالي کوریا لوړ ظرفیت لري او یوه ورځ به لوی اقتصادي او مالي ملت وي. کیم جون اون زما سره پدی خبرې موافق دی چې داسې به کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG