لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما په خپل کتاب کې لیکلي چې اصف زرداري ورته په اېبټ اباد کې په بن لادن د حملې مبارکې ورکړې وه


براک اوباما لیکلي چې صدر اصف زرداري ورته په بن لادن د امریکې د خصوصي ځواکونو  په  برید مبارکي ورکړه او یې "ډیر ښه خبر" وبللو
براک اوباما لیکلي چې صدر اصف زرداري ورته په بن لادن د امریکې د خصوصي ځواکونو  په  برید مبارکي ورکړه او یې "ډیر ښه خبر" وبللو

د امریکې پخواني صدر براک اوباما ویلي په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د اوسامه بن لادن د وژل کېدو خبر پاکستان سره شریکول د هغوی د توقع نه زیاته اسانه خبره وه او د پاکستان د هغه وخت صدر اصف زرداري ورته په عملیاتو مبارکي ورکړې وه.

براک اوباما دغه خبره "ای پرامزډ لېڼد" په عنوان خپل کتاب کې کړې ده چې د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوی او د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي په کتاب کې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د بن لادن د وژل کېدو حال پړاو په پړاو لیکل شوی دی.

ډان وايي اوباما لیکلي چې هغه ته معلومه وه چې د یو اتحادي ملک دننه د پوځي عملیاتو امر ورکول د دغه ملک د خپلواکۍ سرغړونه ده خو د القاعده مشر د وژل کېدو موقع دلاسه نه ورکول غوښتل.

اوباما لیکلي امریکايي مامورینو ته معلومه وه چې په اېبټ اباد کې په بن لادن د حملې په نتیجه کې به سفارتي او نورې پېچیدګیانې راولاړيږي او دا چې د هغه دوو نژدې مرستیالانو نایب صدر جو بایډن او د هغه وخت د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د عملیاتو مخالفت کړی و.

ډان لیکلي چې براک اوباما کتاب د نومبر په دریمه نېټه د امریکې د صدارتي انتخاب نه پس ځکه شایع کړو که وړاندې یې کړی وی نو ممکنه ده چې په انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارت امیدوار جوبایډن ته نقصان رسېدلی وې. امریکايي مطبوعاتو په صدارتي انتخاب کې جوبایډن بریالی بللی دی.

په بن لادن د امریکې د خصوصي ځواکونو د عملیاتو نه پس په پاکستان کې سخت غبرګون راپارېدلی و او د امریکې دغه ګام د ملک د خپلواکۍ خلاف ورزي ګنل شوي و.

براک اوباما لیکلي چې په بن لادن د حملې وروسته هغه د نړیوالو مشرانو سره خبرې وکړې او هغه ګڼل چې د پاکستان صدر اصف زرداري سره د هغه خبرې به دېرې ګرانې وي خو اصف زرداري د خپل حقیقي جذباتو څرګندونه وکړه او د هغه تندلارو د لاسه د خپلې مېرمن د وژل کېدو ‌ذکر یې وکړو چې د القاعده سره یې تړون لرلو.

براک اوباما لیکلي چې صدر اصف زرداري ورته په بن لادن د امریکې د خصوصي ځواکونو په برید مبارکي ورکړه او یې "ډیر ښه خبر" وبللو.

د عملیاتو نه پس د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي وو چې پاکستان د امریکې سره مرسته کړې وه او د پاکستان د معلوماتو په بنیاد د بن د لادن درک معلوم شوی و.

د بن لادن د وژل کېدو په اړه د براک اوباما کتاب په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې امریکايي مامورین وايي د القاعده بنیادي مشران لمنځه وړل شوي او تنظیم د ماتې په حال کې دی. خو د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي افغان مامورین او د ترهګرۍ په ضد د نړیوالو ماهرینو اندازه ده چې القاعده اوس هم په افغانستان کې موجودګي لري او قوت لري.

په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت کې د ترهګرۍ په اړه رابطه سفیر کار نېتن سېلز ګلوبل سکیورټي فورم ته په یوه ریکارډ شوي مرکه کې وویل په دې کې هیڅ شک نشته چې القاعده د ماتي په حال کې ده. "په تېرو ۲۰ کلونو کې مونږ د القاعده مشران ختم کړي دي چې د القاعده بنیادي رهبرانو یوازې باقیات پاتې دي."

د ښاغلي سېلز نه وړاندې د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین هم وویل چې د امریکايي فشار له امله القاعده اوس د لویو او پېچیده حملو د صلاحیت نه محرومه کړی شوي ده.

او براین زیاته کړه امریکا به خپل فشار نور هم زیاتوي.

د وي او ای رپورټ وايي نړیوال مامورین او د افغانستان خپل امنیتي چارواکي وايي استخباراتي معلومات ښايي چې القاعده نه یوازې اوس هم شتون لري بلکې نوره هم مظبوظیږي.

د ترهګرۍ ضد نړیوال مامورین ویره څرګندوي چې په داسې حال کې چې وایټ هاوس د افغانستان څخه خپل عسکر راویستل غواړي د القاعده خطر او اثر یې د پامه غورځولی دی.

په داعش، القاعده او طالبانو نظر ساتونکي د ملګرو ملتونو د ډلې رابطه کار اېډمنډ فېټن براون تېره میاشت یو وېبېنار ته وویل د القاعده مشران او د سلګونو په شمېره کې وسله وال يې په افغانستان کې موجود دي.

د غړو ملکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس جوړ د ملګرو ملتونو ورستي رپورټونه خبرداری کوي چې د القاعده بنیادي مشران قریباً د ۶۰۰ پو ې د وسله والو ډله یو ځای کوي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري.

براک اوباما وویل خپل پوځي مشر مایک مولن ته یې وویل چې هغه دې خپل پاکستاني هم منصب جنرل اشفاق پرویز کیاني سره خبرې وکړي. په دغه مکالمه کې جنرل کیاني وویل چې دوی ته دې وویل شي چې د امریکايي برید هدف څه وو چې دا ډول د پاکستان ولس غبرګون ته ځواب دپاره ځان تیار کړي.

براک اوباما لیکلي چې په بن لادن د حملې په لړ کې هغه د پاکستان د شاموولو امکان ځکه رد کړی و چې په پاکستان کې ځینې عناصرو د القاعده او طالبانو سره روابط پرځای ساتلي وو.

خو پاکستان دا خبره ردوي چې حکومت او یا د هېواد امنیتي ادارې د وسله والو سره اړیکي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG