لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ملگرو ملتونو ته تقریر کې د ایران او شام په اړه وینا کوي


 ښاغلي روحاني د گل په ورځ غږ کړی چې غربي نړۍ دې د ایران سره مکالمه شورو کړې او د هغه د هیواد خلاف اقتصادي پابندۍ دې لرې کړي
ښاغلي روحاني د گل په ورځ غږ کړی چې غربي نړۍ دې د ایران سره مکالمه شورو کړې او د هغه د هیواد خلاف اقتصادي پابندۍ دې لرې کړي
د ملگرو ملتونو عمومي غونډې یا جنرل اسمبلۍ ته د نهې په ورځ خپل تقریر کې به د امریکا صدر براک اوباما د ایران، شام او منځني ختیز کې د امن په لړ کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکراتو په موضوع خبرې کوي.
امکان دی چې صدر اوباما به د ایران لخوا غربي نړۍ سره د مکالمې په غږ او د شام کیمیاوي وسلې ختمولو په باره کې د خپلې رائې څرگندونه کوي.
صدر اوباما به د ملگرو ملتونو مرکز نیویارک کې عالمي مشرانو ته خطاب د ایران صدر حسن روحاني د تقریر نه څو گنټې وړاندې کوي. ښاغلي روحاني د گل په ورځ غږ کړی چې غربي نړۍ دې د ایران سره مکالمه شورو کړې او د هغه د هیواد خلاف اقتصادي پابندۍ دې لرې کړي.
د امریکا په شمول غربي نړۍ په ایران د هیواد د ایټمي پروگرام په سر اقتصادي بندیزونه لگولې دي. په ایران الزام دی چې ایټمي پروگرام يي د وسله جوړولو هدف لري او غوښتنه ترې کیږي چې د ملگرو ملتونو تقاضو سره سم دې د یورینیئم تیارولو کار دې ودروي. خو ایران وايي د ایټمي پروگرام يي د پرامنه مقاصدو او توانائي پیدا کولو د پاره دی.
د امریکا د سنیټ یا ایوان بالا د غړو یوې ډلې د صدر اوباما نه غوښتنه کړې د ملگرو ملتونو خپل تقریر کې دا خبره تکرار کړي چې په ایټمي وسله سنبال ایران د قبلولو وړ نه دی او دا د صدر روحاني لخوا د مذاکراتو وړاندیز پرته هم د ایران خلاف اقتصادي پابندۍ جاري وي.
امریکائي چارواکو ویلي نیویارک کې د صدر اوباما او د صدر روحاني څه ملاقات نه دی ټاکلی شوی خو دواړو مشرانو خپلو کې د لیده کاته امکان يي رد کړی هم نه دی. کال ١٩٧٩ کې ایران کې د اسلامي انقلاب ورسته، د ایراني او امریکائي مشرانو ملاقات نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG