لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر اوباما وايي شام ته عسکر لیږل به غلطي وي


د نیغ په نیغه پوځي کاروائۍ پرځائې اوباما وویل نړي والې ټولنې ته پکار دي چې په روس او ایران فشار زیات کړي چې د بشارالاسد د ملاتړ نه په شا شي او په هیواد کې د موقتي حکومت پرځائې کولو دپاره باغیانو سره معاهده وکړی شي .

د امریکې صدر براک اوباما ویلي هغه به شام ته د امریکائي ځواکونو په لیږلو غور نه کوي او د هیواد د مسلې حل یوازې د عسکری کوښښونو د لارې نشي راویستل کیدی .

"دا به د امریکا او د برطانیه دپاره یوه غلطي وي چې د (بشار الا) اسد حکومت نسکورولو دپاره په ځمکه عسکر ولیږي،" صدر اوباما د برطانيي بي بي سي ټیلې وژن ته په یوه مرکه کې ويلي دي .

د نیغ په نیغه پوځي کاروائۍ پرځائې اوباما وویل نړي والې ټولنې ته پکار دي چې په روس او ایران فشار زیات کړي چې د بشارالاسد د ملاتړ نه په شا شي او په هیواد کې د موقتي حکومت پرځائې کولو دپاره باغیانو سره معاهده وکړی شي .

صدر اوباما وویل شام کې جنګ "زړه دردونکی صورتحال او انتهائي پیچیده مسله ده."

امریکائي صدر وویل شام د مسلې حل نه یوازې د پوځي قوت په استعمال او نه هلته په ځمکه د ځواکونو په پرځائې کولو کې دی .

صدر اوباما وویل د امریکا اتحادي ځواکونه به په رقعه او موصل کې داعش په هدفونو هوائي بمباري جاري ساتي چې دا رنګ دغه سیمې د هیواد د نورو برخو نه جدا کړی شي او هغه سیمې محاصره شي چرته نه چي وسله وال یورپ ته ځي .

XS
SM
MD
LG