لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا –افغان امنیتي تړون نه لاس لیک کیدل سېمه د خطر سره مخ کولې شي:امریکا چارواکي


sartaj aziz
sartaj aziz
د امریکې خارجه چارو وزارت جګپوړي چارواکي واېي که د امریکا او افغانستان ترمنیځه امنتي تړون د بهرونو ځواکونو د وتو مخکې لاس لیک نه شو نو دا د نړيوالو عسکرو د وتو عمل نه صرف د مشکل سره مخ کوي، راتلونکي کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر مینځه امنتي همکارۍ باندې هم ډیر منفي اغیز غورځولی شي.

خارجه وزارت کې د پاکستان او امریکا تر مینځه سټراټیجیکي ډاېلاګ په حقله تفصیلاتو ورکولو په مهال امریکاېي چارواکو اووېل د قطر په سر ښار دوحا کې د طالبانو د دفتر بندیدو وروسته افغان طالبانو سره کومې رابطې نه دي شوي. او د خبرو اترو دغه عمل په ځاېي ولاړ دی.

امریکا غواړي افغان صدر حامد کرزۍ دی د امریکا او افغانستان تر مینځه امنېتي تړون (بي ـ اېس – ای) زر تر زر لاس لیک کړي ولې افغان صدر واېي دغه لوظنامه به د اپریل میاشت کې په افغانستان کې د انتخابونو وروستو لاس لیک کوي. ددغې امنېتي تړون تر مخه به ځنې امریکاېي ځواکونه د کال ۲۰۱۴م وروستو په افغانستان کې پاتې کیږي او د افغان عسکرو تربېیه او مرستې به کوي.

چارواکو په دی خبره زور ورکړو چې د پاکستان او امریکا اړیکې افغانستان څخه د عسکرو وتو وروسته لا نوری هم مهمې شي او دا تاثر ېي رد کړو چې امریکاېي ځواکونو افغانستان څخه وتلو وروسته به واشنګټن اسلام آباد یوا واری بیا یواځې پریږدي.

دی چارواکو د پښتنو ځوابونو په وخت اووېل که چری پاکستان د روان فرقه ایزه تشدد مخ نیوي لپاره د امریکا نه کوم کمک غواړي نو دوي تیار دي چې پاکستان سره مرستې اوکړي. د راتلونکي سټراټیجېکي خبرو اترو احدافو په حقله ېي اووېل چې دی کې به معاشي ، امنیتي او په خاصه توګه پاکستان کې انرجۍ یا بجلۍ بحران ختمولو لپاره په دوه اړخیزه کمک خبرې اترې کیږی. دی خارجه وزارت چارواکو دا خبره په ډاګه کړه چې د پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او په دی سټرا ټېجېکي ډاېلاګ کې به شپږو مدونو کې د پاکستان سره همکارۍ باندې فکر شریک کولې شي.

سټراټېجېکي ډاېلاګ کال ۲۰۱۰ کې پېل کیدو وروستو د دواړو هیوادونو تر مینځه د تاو تریخوالې له وجې د ځنډ ښکار وواو شاه او خوا دوه کاله پس یو وارې بیا د پاکستان لخوا د وزیرانو د کچې غټه ډله به راتلونکې د ګل په ورځ امریکاېي چارواکو سره وېني. د پاکستان لخوا ددی خبرو مشري د پاکستان وزیرا عظم د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز او د امریکا لخوا خارجه چارو سیکتر جان کیري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG