لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د اوکلا هوما په والمارټ کې درې تنه په ډزو وژل شوي


د امریکا په اوکلاهوما ایالت په یو والمارټ نومي لوی دوکان کې درې تنه په ډزو وژل شوي دي. ځایی پولیسو د گل/ دوشنبې په ورځ دغه خبرتاید کړی.

د یوې ځایي ورځپاڼې ډنکن بینر په وینا ډزې کوونکی تن په وژل شوو درې کسانو کې شامل دی.

د امریکا خبري شبکې ایسوسي اېټډ پریس ترمخه دوه وژل شوي کسان په یو موټر کې دننه او دریم تن د وال مارټ سټور په پارکنگ کې وو.

د ډنکن ښار د پولیسو مشر ډینی فورډ خبریالانو ته ویلي چې پولیس د ډزو د پېښې د کوم عیني شاهد نه غوښتنه کوي چې مخې ته دې راشي.

سږ کال د اګست په میاشت کې، یو وسله په لاس تن د ټېکساس ایالت په الپېسو ښار کې په یو مصروف والمارټ کې ۲۲ تنه په ډزو وژلي وو. الپېسو ښار د امریکې د میکسیکو سره پولې ته نږدې پروت دی.
په الپیسو کې ډزې کونکي تن پولیسو ته ویلي وو چې هغه په ډزو کې "د مېکسیکو خلک" په نخښه کول غوښتل.

روان کال د ستمبر میاشتې په پیل کې، والمارټ سټور ویلي وو چې دا به مهمات او د لاسي ټوپکونو خرڅول ودروي او له اخستونکو یې هم وغوښتل چې وسلې دې دوکان ته دننه نه راوړي ، حتی چیرې چې قانون اجازه هم ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG