محمد اکرام
د امریکې خارجه وزارت وایي پاکستان او هندوستان له خپل ترمنځ د پولې په سر تاو تریخوالي کمولو لپاره د یو بل سره نېغ په نېغه خبرې اترې کول پکار دي.
د پاکستان او هند ترمنځ تاو تریخوالي کمولو کې د امریکايي رول په اړه خبریالانو سره د خبرو په وخت د خارجه وزارت ویاندې حیدر نوورټ وویلي،دوي فکر کوي دواړه ګاونډي هیوادونو له د یوبل سره کیناستل پکاردي چې د ګډې سرحدي پولې ترڅنګ خپل ترمنځ یو شمیر لانجو باندې خبرې وکړي.
د سویلي ایشیا دغه نیوکلیاي طاقتونو پاکستان او هند ترمنځ په ګډه سرحدي پوله وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځ ته کیږي او دواړه ملکونه په یو بل د سرحدي پولې د خلاف ورزۍ تورونه لګوي.
په کال ۱۹۴۷ کې د برتانیې نه واک ترلاسه کولو وروستو دواړه غلیم هیوادونو ترمنځ درې لوې جنګونه شوي او د نیوکلیايي او میزایل وسلو په زغل کې د یو بل نه د وړاندې تلو هڅې کوي.
پاکستان ددې وړاندې هم د هند سره خپلو اېنښتو په هواري کې د امریکې نه د رول لوبولوکوششونه کړي خو امریکې د پاکستان او هند ترمنځ مسلو کې ځان بې طرفه ساتلی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي ایشیا لپاره خپلې تګلارې اعلانولو په وخت هندوستان باندې د افغانستان په بیا ودانۍ کې د زیات رول لوبولو غږ کړی وو او پاکستان ته يې خبرداری ورکړی وو چې په خپله خاوره د هغه ترهګر ډلو پرضد ګامونه پورته کړي چې په افغانستان کې په امریکايي او افغان ځواکونوباندې ترهګر حملې کوي.