لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلمانې ښکاریدونکو میرمنو دفاع کونکي دوه امریکایان په چاړه قتل شول


پولیس ٣٥ کلن حمله کونکی جرمي جوزف کرسچین گرفتار کړی دی. کرسچین پخوا د سنگین جرم په سر سزا شوی دی
پولیس ٣٥ کلن حمله کونکی جرمي جوزف کرسچین گرفتار کړی دی. کرسچین پخوا د سنگین جرم په سر سزا شوی دی

د امریکې د اوریگن ریاست په پورلینډ ښار کې د چاړه په لاس یو تن دوه مسلمانې ښکاریدونکو زنانه ؤ ته د کرکې نعرې وهلې خو د میرمنو په دفاع کې نور کسان راپاسیدل چې حمله کونکي پکې دوه د چاړه په گزارونو قتل کړل او یو بل تن يي زخمي کړو.

دغه پیښه د خالي، شنبې، په ورځ په داسې مهال رامنځته شوه چې دغه زنانه ؤ په ریل گاډي کې سفر کولو. پولیس ویلي یوې زنانه حجاب اغوستی و.

پولیس ٣٥ کلن حمله کونکی جرمي جوزف کرسچین گرفتار کړی دی. کرسچین پخوا د سنگین جرم په سر سزا شوی دی.

د هغه د چاړه په گزارونو یو تن په موقع ووژل شو، دویم تن په هسپتال کې ساه ورکړه او دریم کس سنگین زخمي شوی دی خو ژوند يي د خطر نه بهر دی.

په کرسچین د قتل، اقدام قتل او د سزایافته تن په توگه د وسله ساتلو دفعې لگول شوي دي او بغیر د ضمانت گرفتار دی. هغه به د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کولی شي.

د پورلینډ پولیس سارجنټ پیټ سمپسن ویلي په نورو د حملې وړاندې کرسچین د نفرت او تعصب نه ډکې خبرې کولې او بیا يي توجه دواړو زنانه ؤ ته وگرځیده.

دي اوریگینین ورځپاڼې ترمخه نور کسان راپاسیدل چې کرسچین د خپلې رویي نه منع کړي په جواب کې پرې هغه حمله وکړه او په بې رحمه ډول يي ووهل.

په گاډې کې ناستې د یوې افریقايي امریکنۍ زنانه، چې نوم يي ډیانه هډسن ښودل کیږي، مور پولیس ته وویل چې د هغې لورې د خپلې ملگري سره په ریل گاډي کې ناسته وه چې کرسچین پرې نعرې کړي "مسلمانانو ته مرگ پکار دی."

د ډیانه ملگري حجاب اغوستی و.

په امریکا کې د مسلمانانو د حقونو لپاره کارکونکې تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز یا کیر وویل اداره په امریکا کې د مسلمانانو خلاف په واقعاتو د اضافې الزام د صدر ډانلټ ټرمپ د مهاجرت پرضد په وینا لگوي.

د پورټ لینډ میر یا ښار وال ټیډ ویلر د پیښې غندنه وکړه او وې ویل دا وخت په نړۍ کې ډیر زیات نفرت او تشدد موجود دی. "زمونږ موجوده سیاسي فضا هغه د چا لپاره میدان ازاد اساتلی چې عدم برداشت خپروي،" هغه وویل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG