لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په افغانستان کې د واک اختیار د غلط استعمال او د اداري فساد له امله امریکې ته  د ۱۹ ارب ډالرو نقصان رسېدلی


د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان په جنګ کې د ۲۴۰۰ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوي او امریکې په افغانستان کې قریباً یو کهرب (ټرېلین) ډالر مصرف کړي
د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان په جنګ کې د ۲۴۰۰ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوي او امریکې په افغانستان کې قریباً یو کهرب (ټرېلین) ډالر مصرف کړي

د واک اختیار د غلط استعمال، درغلۍ او ضیاع له امله په افغانستان کې امریکې ته د کال ۲۰۰۲ راهسې د ۱۹ ارب ډالرو نقصان شوی دی. دا خبره سیګار په خپل ورستي رپورټ کې کړې ده.

د افغانستان په بیا رغوني دپاره د امریکې د مالي لګښتونو د د څار ادارې، سیګار، د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې وویل په کال ۲۰۰۱ کې طالبانو د واک نسکورېدو راهسې د امریکې کانګرس د افغانستان دپاره ۱۳۴ ارب (بېلین) ډالر منظوري کړي دي.

ادارې په خپل رپورټ کې وویل سیګار د ۱۳۴ ارب ډالرو څخه اندازً د ۶۳ ارب ډالرو کتنه وکړه او وه یې موندل چې ۱۹ ارب ډالر یا د کتل شویو پېسو ۳۰ فیصد برخه د ضیاع، درغلۍ او د واک اختیار د غلط استعمال له امله بېلل شوي دي.

سیګار وموندل چې یوازې د کال ۲۰۱۸ د جنورۍ او د ۲۰۱۹ د ډسمبر د میاشت ترمنځ یو اشاریه اته بېلین ډالر د ضیا، درغلۍ او د غلط استعمال له امله ضایع شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د سیګار ورستې رپورټ په داسې مهال مخې ته راغلی د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په افغان حکومت او طالبانو فشار زیات کړی چې په افغانستان کې د جګړې ختموولو دپاره دې سوله او سیاسي حل دې راوباسي.د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې وروسته افغان حکومت او طالبانو به قطر کې مذاکرات شروع کړي دي. لوظنامې ترمخه طالبانو په امریکايي ځواکونو حملې بندې کړي دي او امریکا به د اینده کال د می د میاشت پورې د افغانستان څخه خپل خواکونه وباسي.

د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان په جنګ کې د ۲۴۰۰ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوي او امریکې په افغانستان کې قریباً یو کهرب (ټرېلین) ډالر مصرف کړي.

د وي او ای رپورټ وايي سیګار په افغانستان کې د ادارې فساد د ختموولو دپاره د افغان حکومت کوښښونه ناسم ګڼي او وایی هم د دې له امله د افغانستان سره مرسته کوونکي ټولنه اندېښمنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG