لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما دفاعی بل لاسليک کړو پاکستان ته امداد منجمد شو


د لاسليک دستوره کې هغه په ځينو قانون جوړونکو نيوکه وکړه، چې هغوي دصدر په قول دهيواد محفوظ جوړولو لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دعهديدارانو دتوان دمحدودولو هڅه کړې
د لاسليک دستوره کې هغه په ځينو قانون جوړونکو نيوکه وکړه، چې هغوي دصدر په قول دهيواد محفوظ جوړولو لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دعهديدارانو دتوان دمحدودولو هڅه کړې

امريکائي صدر براک اوباما د دفاعي اخراجاتو په بل لاسليک کړى.
د کورنو جوړيدونکو چاؤديدونکو موادو د کنټرول کولو په تگلاره عمل کولو سره قانون سازۍ کې پاکستان ته ورکړل کيدونکي 70 کروړه ډالر امداد هم منجمد کړل شوى.
صدر اوباما د دغه بل په هاغو شقونو د تحفظاتو څرگندونه کړې چې تعلق يې دشکمنو ترهگرو دنيولو، پلټنو او مقدمې چلولو سره دى.
صدر ، چې اوس مهال په هوائي کې خپلې رخصتۍ نمانځي د662ؤ بلينو ډالرو په دغه بل د خالي په ورځ لاسليک کړى. د کورنو جوړيدونکو چاؤديدونکو موادو د کنټرول کولو په تگلاره عمل کولو سره قانون سازۍ کې پاکستان ته ورکړل کيدونکي 70 کروړه ډالر امداد هم منجمد کړل شوى.
د لاسليک دستوره کې هغه په ځينو قانون جوړونکو نيوکه وکړه، چې هغوي دصدر په قول دهيواد محفوظ جوړولو لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دعهديدارانو دتوان دمحدودولو هڅه کړې.
په دغه بل هغه لاسليک دڅو مياشتو څخه دروان بحث څخه وروستو کړى.
په ابتدائي توگه سپينې ماڼۍ ددغه قانون جوړونې دويټو کولو دړکه کړې وه، خو دکانگريس له لوري بل کې دبدلونونو راوستو وروستو دغه دړکه بيرته واخستل شوه.
دبل په ذريعه په ايران نوي قدغنونه هم لگول شوي ، چې دغه شان دتهران دايټمي افزودگۍ دپروگرام دوامداره ساتلو لپاره مالي توان کم کړل شي.
دممکنه پابندو دځواب په توگه ، ايران يوه اوونۍ دمخه دړکه کړې وه چې په خليج فارس کې به دداخليدو دارزښت لرونکي اسټريټجک ابنائى هرمزبنده کړي، دعکس العمل ښودلو سره امريکا دابنائى هرمز پرانستي ساتلو ژمنه وکړه، ددغه لارې دبنديدو صورت کې نړۍ ته دتيلو څه رسد او دهغې په نرخونو په عارضي توگه اثر پريوتلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG