لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي: طالبانو سره د امریکې د نیغ په نیغه خبرو امکان پېدا شوی


امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرل اصف غفور باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې
امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرل اصف غفور باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې د امریکا د خارجه چارو وزیر مایک پامپېیو سره د لېدو ورسته ویلي داسې ښکاري چې امریکايي حکومت اوس گڼي چې د افغانستان مسله د جنگ پرځای په خبرو اترو حل کیدی شي دا چې طالبانو سره د امرېکې د نیغه په نیغه خبرو "گنجایش" پېدا شوی دی.

د ښاغلي قریشي ددغه ادعا په اړه د امریکا د خارجه چارو وزیر څه ویلي نه دي خو د اسلام آباد په هوايي اډه د رخصتۍ وړاندې خبریالانو سره ښاغلي پامپېیو ویلي پکار ده هڅه وشي چې د افغانستان مسله داسې په سوله ایزه توگه حل شي افغانستان، امریکا او پاکستان ته گټه ورسوي.

طمعه وه چې دواړه وزیران به یو ځای مطبوعاتي کانفرنس ته وینا وکړي خو د لېده کاته ورسته د پاکستان وزیر خارجه مطبوعاتي کانفرنس ته وینا وکړه او مایک پامپېیو د تلو په وخت د خبریالانو څو پوښتنو ته ځوابونه وویل. (د ښاغلي پامپېیو د خبرو په اړه د وي او ای ډیوه رپورټ په دې لنک کتلی شئ https://www.voadeewanews.com).

(/a/us-pakistan-pompeo-afghanistan-peace/4558932.html

د امریکې سره د تعلقاتو په اړه شاه محمود قریشي ددې تاثر ردولو کوښښ وکړو چې د مایک پامپېیو د سفر په مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د تاو تریخوالي او یا د فشار په ماحول کې وشوې. هغه وویل په یو شمیر ټکو دواړه هېوادونه په یوه "پاڼه" دي، یعنې هم غږې دي خو شاه محمود قریشي وویل چې د واشنگټن او د اسلام اباد ترمنځ د اختلاف ځینې موضوعات هم شته.

اسلام اباد ته د مایک پامپېیو د سفر په اړه څېړونکي امتیاز گل وي او ای ډیوه ته وویل چې د امریکايي وزیر د دورې مقصد د پاکستان نوي حکومت سره ځان معارفي کول وو.

خو په کابل کې میشته افغان څېړونکي مشتاق رحیم وي او ای ډیوه ته وویل د مایک پامپېیو د سفر مقصد دا معلومولو وو چې ایا پاکستان په سیمه کې د امن په اړه د امریکې د توقعاتو سره په خپل روش کې بدلون کړی دی او که نا؟

شاه محمود قریشي وویل "د نن په نشست کې یو هم منفي پهلو (اړخ) نه و"، دواړه هېوادونه په وړاندې تگ او په دې متفق وو چې تعلقات بیا د سره پېل کړي.

هغه وویل د هېواد د خارجه وزیر په توگه خپل وړمبی سفر به زر افغانستان ته کوي.

پاکستان ته په سفر مایک پامپېیو، سره د امریکاي پوځ مشر جنرل جوزف ډنفرډ او د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې نوي ټاکل شوي استازي افغان نژاد زلمي خلیلزاد هم وو.

امریکايي مامورینو د وزیراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ مشر جنرل اصف غفور باجوه او شاه محمود قریشي سره خبرې وکړې.

هندوستان ته په لاره، امریکايي مامورینو د پاکستان سفر په داسې وخت وکړو چې د دواړو هېوادونو تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ دي او څو ورځې وړاندې د امریکې د پاکستان د ٣٠٠ مېلین ډالرو امداد کړی دی.

د شاه محمود قریشي نه د امریکې د تړل شویو ٣٠٠ مېلین ډالرو امداد په اړه پوښتنه وشوه چې ایا دغه موضوع هم د مایک پامېپیو سره په خبرو کې راپورته شوه، نو وې ویل په دې لړ کې خبرې وه نشوې. هغه زیاته کړه چې خبره د پېسو نه بلکې د اصولو ده.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت غوښتنه کوي چې پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو خلاف نور اقدامات وکړي، د ترهگرۍ په اړه خپله تگلاره کې مثبت بدولون وکړي او افغان طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې دې مرسته وکړي.

هغه وویل دا تاثر سم نه دی چې وسله وال د پاکستان په خاوره پناه ځایونه لري.

د افغانستان سره د تعلقاتو په موضوع، شاه محمود قریشي وویل دواړه هېوادونه د مذهب او د ثقافت د لارې تړل شوې دي او د پاکستان "مستقبل" یا اینده د افغانستان سره تړلی دی.

شاه محمود قریشي وویل د پاکستان د نوي حکومت دا هدف دی چې په سیمه دې امن او ثبات راشي او په سیمه ایزه کچه رابطې او اقتصادي پرمختگ وشي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل "مونږ د هغوی په خواهشاتو ځان پوه کړو او خپل توقعات او تشویش مو هم په ښه انداز کې پیښ کړو."

شاه محمود قریشي وویل د امرېکې خارجه وزیر سره به نورې خبرې دا میاشت د واشنگټن د سفر په مهال کوي چې مایک پامپېیو یې ورته بلنه ورکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG