لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د وزیراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د امن په اړه خبرې وکړې


د گل دوشنبې، په ورځ د غونډې وروسته، د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل چې د ښاغلي خلیلزاد سره خبرو کې پاکستاني وزیراعظم وویل چې د افغانستان په جنگ کې ښکېل ټول فریقېن دې د تشدد ختمولو دپاره عملي گامونه پورته کړي
د گل دوشنبې، په ورځ د غونډې وروسته، د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل چې د ښاغلي خلیلزاد سره خبرو کې پاکستاني وزیراعظم وویل چې د افغانستان په جنگ کې ښکېل ټول فریقېن دې د تشدد ختمولو دپاره عملي گامونه پورته کړي

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د سفر په په اسلام آباد کې د وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او په افغانستان کې د امن په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د گل دوشنبې، په ورځ د غونډې وروسته، د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل چې د ښاغلي خلیلزاد سره خبرو کې پاکستاني وزیراعظم وویل چې د افغانستان په جنگ کې ښکېل ټول فریقېن دې د تشدد ختمولو دپاره عملي گامونه پورته کړي.

د اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې ترمخه، زلمي خلیلزاد به د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره لیدل.

ای پي وايي پاکستان، چېرته چې گمان کېږي د طالبانو رهبري شورا موجوده ده، د امریکې او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا شروع کیدو دپاره هلې ځلې کوي. د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو د ځانمرگي حملې وروسته د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو سره خبرې ختمې کړې.

پاکستان په خپله خاوره د طالب مشرانو د موجودگۍ خبره ردوي خو وايي د امریکې او طالبانو د خبرو مرسته یې کړې ده.

اسلام اباد وايي په افغانستان کې د امن دپاره د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت کې د سولې د بهیر مرسته کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب ویلي افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو وسله وال طالبان په جګړې کنټرول نه لري او یوشمېر مهم قومندانان یې له داعش ډلې سره یوځای شوي دي.

حمدالله محب نن د سه شنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال وویل له طالبانو سره افغان حکومت هغه مهال د سولې مذاکراتو ته حاضریږي او هغوی ته په مذاکراتو کې امتیاز ورکوي چې دا ډله خپله خپلواکي ثباته کړي. ښاغلي محب وویل طالبان دپاکستان لاس پوڅي دي او د پاکستان د ملاتړ بغیر جګړې ته دوام نه شي ورکولی.

کله چې د امریکې او طالبانو د خبرو لړۍ ختمېده نو په دغه پړاو دواړه فریقېن لوظنامې ته نژدې گڼل کېدل او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې امریکايي پلاوي په قطر کې د طالب استازو سره د خبرو یو شمېر ناستې کړې وې.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره خبرو نه انکار کړی دی.

د ای پي خبري ادارې ترمخه، په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین تېره هفته ویلي که چېرې امریکا د طالبانو سره لوظنامه لاس لیک کوي نو لومړی به د طالبانو، امریکې او د نېټو ځواکونو ترمنځ ډز بندي پرځای کولی شي او بیا به د طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ اور بند کولی شي. د ای پي ترمخه سهیل شاهین وویل "که چېرې امریکا د مذاکراتو مېز ته بیرته راشي او معاهده لیک کړي نو بیا به ډزې بندي او په تشدد کې به کموالی وشي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG