لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان په خپله خاوره د حقاني ډلې پناه ځایونه نه دي ختم کړي


د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې د حقاني ډلې ذکر په داسې حال کې راغلی چې په نژدې ورځو کې طالبانو د ډلې د باني جلال الدین حقاني د ناروغۍ د لاسه د مرگ تصدیق کړی دی
د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې د حقاني ډلې ذکر په داسې حال کې راغلی چې په نژدې ورځو کې طالبانو د ډلې د باني جلال الدین حقاني د ناروغۍ د لاسه د مرگ تصدیق کړی دی

د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، په نړۍ کې د ترهگرۍ په اړه خپل کلیز رپورټ کې ویلي که څه هم پاکستان په افغانستان کې د مفاهمت ملاتړ کوي خو په خپله خاوره یې د حقاني ډلې پناه ځایونه نه دي ختم کړي او دغه ډله د پاکستان څخه په افغانستان کې د ترهگرۍ حملې ترسره کوي.

د ترهگرۍ خلاف د سټیټ ډپارټمنټ رابطه کار تین سېلز د شورو، چارشنبې، په ورځ د خارجه وزارت رپورټ جاري کړو چې د پاکستان او د افغانستان نه علاوه پکې د نړۍ په بېلا بېلو برخو په کال ٢٠١٧ م کې د ترهگرۍ سره تړلې صورتحال جاج اخیستل شوی دی.

رپورټ وايي افغان طالبانو او په پاکستان کې میشته حقاني ډلې او نورو وسله والو په افغانستان کې جارحانه حملو ته دوام ورکړی و. "د یو شمېر دغو حملو منصوبه سازي په پاکستان کې پناه ځایونو کې شوې وه."

رپورټ وايي په افغانستان کې د امنیت ذمه واري په مکمله توگه د هېواد استخبارتي ادارې اي ډي ایس او افغان امنیتي ځواکونو په اوږه کړې وه او افغان ځواکونو د نړيوالو قواو په ملاتړ د داعش د خراسان څانگې پرضد د افغانستان په گوټ گوټ کې عملیات ترسره کړل.

رپورټ وايي پاکستان د افغان حکومت او د افغان طالبانو ترمینځ د خبرو او په هېواد کې د مفاهمت د ملاتړ ژمنه کوي خو د پاکستان په خاوره د حقاني ډلې پناه ځایونو په ختمولو او په افغانستان کې د ډلې حملو مخه یې نه ده نیولي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ مخالفت کوي او کتنه به دا وي چې اسلام اباد د سټیټ ډپارټمنټ تازه رپورټ ته څه جواب وايي.

تېر کال په پاکستان کې د ترهگرۍ صورتحال څه و؟ په دې اړه د سټېټ پارټمنټ رپورټ وايي که څه هم په کال ٢٠١۴ کې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو وروسته په هېواد کې د ترهگرۍ د حملو کچه کمه شوې ده خو بیا هم ترهگرو په حکومتي او ملکي هدفونو یو شمیر حملې کړې دي.

سټېټ ډپارټمنټ وايي پاکستاني ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان او د نورو ډلو خلاف عملیات کړې دي چې پکې د لښکر طیبه او د جیش محمد خلاف اقدامات هم شامل دي. رپورټ زیاتوي ددغو ډلو توجه د هېواد نه بهر ده خو او د حکومتي اقدامات پرته دغه ډلې اوس هم په ازاده چندې راټولوي، تربیه او تنظیم سازي کوي.

رپورټ وايي حافظ سعید چې د امریکې حکومت پرې د ١٠ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی د کور د نظر بندۍ نه ازاد کړی شوی دی او ازاد گرځي.

د القاعده په اړه د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ وايي د کال ٢٠١٧ راهسې القاعدې په پاکستان کې خپل فعالیتونه او په خاموشۍ کې یې رکن سازي زیاته کړې ده. رپورټ وايي د پاکستان پا اېبټ اباد ښار کې القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو وروسته د ډلې نوی مشر ایمن الظواهري په جار په پلویانو غږ کوي چې په امریکا او په امریکايي شهریانو دې حملې وکړي.

په کال ٢٠١٧ کې په سیمه ایزه کچه فعاله د هغه ترهگرو ډلو د طرفه خطراتو موجود وو. حماس د اسرائیل خلاف د حملو دپاره خپل صلاحیتونه زیات کړې او بنیادي چوکاټ برابر کړی دی.

رپورټ وايي په برصغیر کې په پاکستان کې میشته جیش محمد او لښکر طیبه د لاسه خطرات دوام لري. ددې نه علاوه ځینې ځايي او مقامي وسله والې ډلې په دې وجه د نړيوالې توجه نه ځکه ځان بچ ساتلی چې د القاعده او د داعش سره یې الحاق نه دی کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG