لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: امریکايي استازې به پاکستاني مامورینو ته د افغانستان په حالاتو خبرې کوي


مېرمن شرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام اباد ته رسېدونکي وه. هغه د امریکې صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ رتبه چارواکي ده چې د پاکستان دوره په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبانو بیا د افغانستان واکمني ترلاسه کړي ده

د پاکستان خارجه وزارت ویلي په افغانستان کې ورستی صورتحال به د امریکې نایب خارجه وزیرې وېنډي شېرمن او د پاکستاني مامورنو په اسلام اباد کې د خبرو په اهمو موضوعاتو کې شامل وي.

مېرمن شرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام اباد ته رسېدونکي وه.

هغه د امریکې صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ رتبه چارواکي ده چې د پاکستان دوره په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبانو بیا د افغانستان واکمني ترلاسه کړي ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ترحمان عاصم افتخار وویل پاکستاني مامورینو سره د مېرمن شرمن په ملاقاتونو کې به په دوه اړخیزو تعلقاتو، همکارۍ او د سیمې په حالاتو خبرې کېږي.

ترجمان په اسلام اباد کې د معمول خبري غونډې ته وویل پاکستان غواړي په دې خبره ټینګار وکړي چې امریکا او پاکستان په خپل تعلق کې د توازن په بنیاد د امنیت په شمول په ټولو برخو کې په همکارۍ کار وکړي.

شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې وخت په وخت تاوتریخوالی پېدا کېږي او په افغانستان د طالبان د واکمنۍ نه پس پکې بیا مشکلات راولاړ شوي دي.

رپورټ وايي د دې تاوتریخوالي رېښې په پاکستان په دې دا الزاماتو کې دي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې پاکستان د افغانستان د امریکې پلوه حکومت په ضد د طالبانو سره یوازې ژور تعلقات لرلې لکې د طالبانو یې مرسته هم کوله خو اسلام اباد دا خبره ردوي.

تېره میاشت د امریکې د کانګرس 22 غړو د یو قانون مسوده پېښ کړي چې هدف یې په طالبانو او د طالبانو په پلویانو پابندۍ لګول دي.

د وي او ای رپورټ وايي په مجوزه قانون کې دا غوښتنه هم شوي د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن دې په دې اړه هم نظر وړاندې کړي چې طالبانو واک ته په بیا رسېدو کې پاکستان څومره مرسته کړې او څه کردار یې ادا کړی.

په کانګرس کې د مجوزه قانون سازۍ د مسودې په اړه د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي یوې ورستۍ خبري غونډې ته ویلي دا د بل په سره د پړې اچولو کوښښ دی.

قرېشي وویل پاکستان نه د "قربانۍ ګډوری" جوړول به ځمکنی حقیقتونه نظر انداز کول وي. هغه امریکا باید په دې پوهه وي چې په افغانستان او په سیمه کې ثبات دپاره به په اینده کې هم امریکا د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د وي او ای رپورټ وايي د اسلام اباد او واشنګټن په تعلقاتو تاوتریخوالی بیا په داسې حال کې راپورته شوی چې پاکستان د امریکې سره د خپلو تعلقاتو د سمولو کوښښونه کوي چې بنیاد یې په روایتي توګه د امنیت په برخه کې نه بلکې د تجارت په بنیاد وي.

اسلام اباد ته د وېنډ شرمن د سفر په اړه په واشنګټن کې د کوېنسي انسټېټیوټ څېړونکی اېډم واینسټین وايي د دې سفر نه زایات توقعات نشي کېدلی چې ګټه به راوړي. هغه وویل پاکستان به غواړي چې امریکا طالبان تسلیم کړي او پاکستان سره د امنیت په ځای د اقتصاد په برخه کې تعلقات پراخه کړي. "دا دواړه په نژدې وخت کې نشي کېدلی."

واینسټین زیاته کړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې به البته واشنګټن د اسلام اباد همکارۍ ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG