لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماېک پمپیو د سفر وړاندې د پاکستان او امریکا اړیکې نورې ترینګلې شوي


پاکستان هغه رپورټونه غلط (ناسم) بللي چې ګنې امریکا پاکستان ته ورکړی کیدونکی پوځي امداد ځنډولی او زیاته کړې يې ده دا هغه پېسې دي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې مصرف کړي او امریکا ته پاتې دي.

دغه خبرې د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي د پېنټاګان لخوا پاکستان ته د مرستو ځنډولو د اعلان وروستو کړي دي. د خالي یا شنبې په ورځ پينټاګان ويلي وو دغه پوځي امداد يې ځکه ځنډولی چې پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه نه دي پوته کړي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ ښاغلی قریشي په اسلام اباد کې خبریالاتو ته ویلي: ٫٫ دا د مرستو ځنډول نه دي، دا مرستې نه وې دا زمونږ پېسې وې چې مونږ د سېمې د امنیت ټینګولو لپاره مصرف کړي او امریکا به دغه پیسې مونږ ته بیرته راکوي.٬٬

د واشنګټن او اسلام اباد تر مېنځه دا تازه لانجه د دواړه هیوادونو تر مېنځه د اړیکو خرابیدو تازه پېښه ده. او دا په داسې وخت رامنځ ته شوې چې په راروانو څو ورځو کې به د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفرډ د پاکستان سفر کوي.

د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان د حکومت راتلو وروسته به دا د لوړ پوړي امریکايي چارواکو د پاکستان لومړی سفر وي. شاه محمود قریشي ویلي د شورو یا چارشنبې په ورځ به د خپل امریکايي هم منصب سره د اسلام اباد د سفر په وخت په دغه امدادي پېسو هم خبرې کوي.

د پېنټاګان لخوا ځنډول شوی دغه امداد د کولېشن سپورټ فنډ برخه ده کوم چې امریکا ته د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې او د افغانستان سره د پولې خوندي ساتلو لپاره ورکړی کیږي.

د خالي یا شنبې په ورځ د پېنټاګان ویاند لېفټینینټ جنرل کون فاکنر ویلي وو: ٫٫ دوی انتظار کاوه چې پاکستان به د صدر ټرمپ د جنوبي اېشیا د تګلارې په برخه کې مرسته وکړي، خو وایي ناکامه شو ځکه یې ورباندې ځنډولې مرسته کېنسل کړه.٬٬

نوموړي ویلی:٫٫ که کانګرس منظوري ورکړه نو دغه ۳۰ کروړه ډالره به په امریکه کې پر نورو پرمختیایي چارو ولګوي او دا به په روان کال کې له پاکستانه له را ګرځول شوې مرستې سره ۸۰ کروړه ډالرو ته ورسېږي.٬٬

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG