لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ايي ای: د تندلارو او پاکستاني اېټمي ساینس پوهانو په امکانی اړیکو مو نظر دی


جینا هېسپل
جینا هېسپل

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای موقتي مشرې جینا هېسپل کانگرس ته ویلي په امریکا د کال ٢٠٠١ م د حملو ورسته اوسامه بن لادن او القاعده کوښښ کولو چې اېټمي وسله ترلاسه کړي. هغې وویل په دغه وخت سي ايي ای د القاعده او د پاکستاني اېټمي ساینس پوهانو تر منځ په ممکنه اړیکو "ژور" تشویش لرلو او اوس هم پرې نظر ساتي.

مېرمن هېسپل د شورو، چارشنبې، په ورځ د امریکې د سېنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ ته وینا کوله. صدر ډانلډ ټرمپ هغه د سي ايي ای د مشرۍ دپاره نامزد کړې ده او د سېنیټ کمیټي به د هغې د تقریرۍ فیصله کوي.

د سېنیټ د اورونې په مهال د واکمن ریپبلیکن پارټۍ سېنېټر جان کرونېن د مېرمن هېسپل نه تپوس وکړو چې آیا دا خبره صحیح ده چې د کال ٢٠٠١م د سپټمبر د حملو ورسته د هغه وخت د امریکې صدر جارج بش داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې په امریکې د دویمې دپاره القاعده د ایټمي، کیمیاوي او په پراخه کچه د تباهۍ وسله ترلاسه کول غوښتل او په دې لړ کې د القاعده غړو د پاکستان د ځینې چارواکو سره رابطې کړې وې؟

سېنېټر کونېن وویل د صدر بش د تشویش ذکر لیکوال پېټر برگېن "مین هنټ" نومې کتاب کې کړی دی. دغه کتاب د القاعده د مشر اوسامه بن لادن په تکل کې د سي ایي ای د کوښښونو حال بیانوي.

سېنېټر کونېن وویل د سپټمبر د حملو ورسته د صدر بش د حکومت دا تشویش و چې القاعده لکه د واشنگټن په ورځ د امریکې په لویو ښارونو د حملو دویمه لړۍ پېل کول غواړي.

د سېنېټر کونېن د تپوس په جواب کې مېرمن هېسپل وویل په سي ايي ای کې هم "سنگین تویش" موجود و چې القاعده لکه د اېټمې او کیمیاوي وسلو په رنگ په پراخه کچه د تباهۍ وسلې د ترلاسه کولو کوښښونه کوي.

مېرمن هېسپل زیاته کړه چې سي ايي ای کې دالقاعده د غړو او د پاکستان د اېټمي ساینس پوهانو ترمنځ په امکاني روابطو هم "ژور تویش" موجود و او سي ايي ای اوس هم په دې لړ کې خپله څارنه جاري ساتلې ده، یعنې د پاکستاني ایټمي ساینس پوهانو او د "تندلارو" په امکاني اړیکي د "نژدې" نه نظر ساتل کیږي.

پاکستان دا تاثر ردوي چې گنې اېټمي وسله یې د تندلارو لاسونو ته ورتللی شي او وايي د اېټمي اساسو د تحفظ دپاره انتهايی سخت گامونه پورته کړی شوي دي.

د القاعده مشر په کال ٢٠١٠ م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کی د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

مېرمن هېسپل په افغانستان کې د سي ايي ای د هلو ځلو هم ذکر وکړو او وې ویل د ادارې افسران اوس هم په جنگ ځپلې هیواد کې د القاعده او د طالبانو خلاف جگړې دپاره موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG