لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي جنرل: د وسلوالو د ملاتړ په لړ کې د پاکستان په چلند کې کره بدلون نه لیدل کیږي


د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر جنرل جوزف ووټل ویلي د وسلوالو سره د پاکستان د ملاتړ ختمولو دپاره په هېواد د امریکې فشار مثبتې پاېلې راوړي دي خو بیا یې هم په تگلاره کې غوڅ بدولون نه دی راغلی

د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر جنرل جوزف ووټل ویلي د وسلوالو سره د پاکستان د ملاتړ ختمولو دپاره په هېواد د امریکې فشار مثبتې پاېلې راوړي دي خو بیا یې هم په تگلاره کې غوڅ بدولون نه دی راغلی.

جنرل ووټیل د امریکې د سېنېټ د پوځي چارو کمیټۍ ته په افغانستان کې د ورستي صورتحال په اړه معلومات ورکول.

سنټرل کمانډ یا مرکزي کمانډ د سېنېټ د کمیټۍ ته د نهې، سه شنبې، په ورځ د جنرل ووټل د معلوماتو لیکل شوی بیان جاري کړی دی.

د بیان ترمخه، د کمیټۍ غړي سېنېټر اینگس کنگ د جنرل ووټل نه تپوس وکړو چې آیا پاکستان اوس هم په افغانستان کې د ترهگر فعالیتونو ملاتړ کوي؟ او آیا پاکستان سره د امریکې ورستي سخت چلند څه اثر کړی دی؟ نو جنرل ووټل وویل هاو "کړی یې دی."

جنرل ووټیل زیاته کړه "د جنوبي ایشیا د تگلارې په زریعه چې کوم فشار په پاکستان اچول شوی دی، او په ډاگه چې ځینې رابطې شوي دی، نو د هغوی توجه (په) راگرځولو کې یې مرسته کړې ده...مونږ ځینې مثبت اثرات لېدلي دي."

هغه وویل په دې لړ کې د پاکستان سره همکاري روانه ده.

سېنېټر کنگ بیا تپوس وکړو چې په افغانستان کې په ورستیو کې د طالبانو په حملو کې اضافه شوي ده، آیا په دې لړ کې د پاکستان په ملاتړ شک کیدلی شي؟ ددې په جواب کې د جنرل ووټل وویل په پاکستان کې پناه ځای یا د سیمي د نورو قوتونو ملاتړ "یقیناً چې د طالبانو د گټې یو اړخ دی."

"ځما په خیال مونږ ته پکار دي چې دې ټولو خبرو ته کتل پکار دي چې ددې حملو پړه په هغه ځای واچوي چرته چې پکار ده."

کله چې سېنېټر کنگ تپوس وکړو چې آیا په پاکستان نور فشار اچول پکار دي ځکه چې د هغه په وینا دا لا نه ده معلومه چې هېواد په سیمه کې د چا په طرف دی؟ نو جنرل ووټل وویل دا وخت چې کومه تگلاره پرځای کړی شوي ده دا "مناسب" ده او ددې ځینې مثبتې پایلې لیدل کیږي خو لا "فېصله کن" تبدیلۍ نه دي لیدل شوي.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو مشران او حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هلته څخه په افغانستان کې حملې ترسره کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د امریکي صدر ډانلډ ټرمپ تیر کال د افغانستان او په عمومي توگه د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگلاره اعلان کړې چې پکې په پاکستان غږ شوی چې د حقاني ډلې او د نورو وسلوالو د ملاتړ نه دې لاس واخلي او طالبان دې د سولې خبرو ته په کښېنولو کې دې کردار ادا کړي.

پاکستان د صدر ټرمپ د تگلارې مخالفت کړي، وايي امریکا په افغانستان کې د خپل ناکامۍ پړه په پاکستان اچول غواړي او دا چې ددغه تگلارې په نتیجه کې به په افغانستان کې جنگ دوام ولري.

XS
SM
MD
LG