لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چک هیگل به د پاکستان دوره کوي


د اتوار په ورځ د امریکا ددفاع وزارت یا پینټگان ترجمان کارل ووگ خبریالانو ته وویل چک هیگل د نواز شریف سره مېثتې او گټه ورې خبرې اترې په وړاندې بوتلل غواړي
د اتوار په ورځ د امریکا ددفاع وزارت یا پینټگان ترجمان کارل ووگ خبریالانو ته وویل چک هیگل د نواز شریف سره مېثتې او گټه ورې خبرې اترې په وړاندې بوتلل غواړي
د پاکستان وزیراعظم نواز شرسف سره افغانستان کې د امن او د دوه اړخیزه دلچسپۍ په نورو موضوعاتو د خبرو اترو د پاره د امریکا ددفاع وزیر چک هیگل به د اسلام اباد دوره کوي.
چک هیگل چې د خالي د ورځ راهسې په افغانستان کې دی، د گل په ورځ به پاکستان ته رسیږي.
د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ د پاکستان په قبائیلي سیمو کې کیدونکو ډرون حملو په سر تاؤتریخوالی موجود دی او خیبر پښتونخوا کې د واک من تحریک انصاف او جماعت اسلامي گوندونو کارکنانو د ډرون حملو خلاف احتجاج کې د نیټو رسد دپاره لار بنده کړې ده.
پاکستان وايي د ډرون حملې دې بندې کړی شي. امریکائي چارواکې وايي ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله ده.
امریکا په خپل سر افغانستان نه د خپل پوځي سامان د پاکستان په لار د راوړلوعمل تړلی دی.
وزیراعظم نوازشریف د واشنگټن د دورې په مهال چک هیگل سره لیده کاته کړې وو.
د اتوار په ورځ د امریکا ددفاع وزارت یا پینټگان ترجمان کارل ووگ خبریالانو ته وویل چک هیگل د نواز شریف سره مېثتې او گټه ورې خبرې اترې په وړاندې بوتلل غواړي.
ترجمان وویل چک هیگل به د نواز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې د ثبات او د امریکا او پاکستان د دلچسپۍ په موضوعاتو خبرې اترې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG