لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزارت په پاکستاني سفارتکارو سفري بندیز نه دی تاېيد کړی


اشفاق مومند

د امریکا خارجه وزارت او واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارتخانې هغه مطبوعاتي رپوټونه نه تايیدوي چې پکې ویل شوي ډیر زر به په امریکا کې په پاکستاني سفارتکارو سفري بندیزونه ولګول شي.

د پاکستان او هند یو شمیر مطبوعاتو په خپلو رپوټونو کې لیکلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې پاکستاني چارواکو ته ویلي د امریکا دننه د پاکستان سفارتخانو او کونسلګریو عمله به بغیر اجازې د خپلو دفترونو ۴۰ کلومټره څخه بهر سفر نه شي کولی.

دغه مطبوعاتي رپورټونو کې ویل شوي د صدر ټرمپ انتظامې دغه ګام به د مې میاشت نه عملي کیږي.

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارتخانې وي او ای ته ويلي، دوي ته داسې هیڅ قسمه پېغام نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د خارجه وزارت ویاندې حیدر نویرټ هم د نهې یا سه شنبې په ورځ یو خبري غونډې په مهال ویلي، په دې اړه د شریکولو لپاره هیڅ معلومات نه لري.

واېټ هاوس هم تر اوسه پورې د دغه رپورټ په اړه پوښتنو ته څه ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان او هندوستان په مطبوعاتو کې دا خبرونه په داسې وخت مخې ته راغلي چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنیځ د افغانستان جګړې او د پاکستان د پوځ د افغان طالبانو سره مرستو په سر اړېکې د تاو تريخوالي سره مخ دي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې د امریکا د دفاعي چارو یو سفارتکار په خپل ګاډي په موټرساېکل سپاره دوه کسان وهلي وو. په دغه پېښه کې یو تن مړ او بل ژوبل شوی.

پاکستاني چارواکو غواړي دغه امریکايي کرنل جوزف ایمانول دې قضېې یا مقدمې ته وړاندې کړل شي. په ځواب کې امریکايي سفارتخانې ويلي د دغه پېښې په پلټنو کې پوره پوره مرستې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG