لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په واشنگټن کې د پاکستاني سفارتکارانو د ټېکس مراعات ځنډولي


په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ته تلونکې لار. تېر کال واشنگټن په پاکستاني سفارتکارانو د سفر دغه قدغن په داسې حال کې لگولی و. واشنگټن ویلي وو په اسلام اباد کې پولیس امریکايي سفارتکاران ویروي او تنگوي
په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ته تلونکې لار. تېر کال واشنگټن په پاکستاني سفارتکارانو د سفر دغه قدغن په داسې حال کې لگولی و. واشنگټن ویلي وو په اسلام اباد کې پولیس امریکايي سفارتکاران ویروي او تنگوي

په اسلام اباد کې امریکايي سفارتکارانو ته د ټېکس د مسلې په سر امریکې په واشنگټن کې پرځای د پاکستاني سفارتکارانو او د هغوی د کورنیو ټېکس مراعات وځنډول.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ دپارټمنټ وویل په واشنگټن کې د پاکستاني سفارتخانې د کارکونکو او د هغوی د کورنیو غړو د ټېکس مراعات د مۍ د میاشات د ١٥ نېټې څخه ځنډول شوي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ یو ترجمان ای اېف پي خبري ادارې ته وویل په دې موضوع د امریکايي او پاکستاني مامورینو ترمنځ خبرې روانې دي او امید دی چې دا مسله به زر حل شي او د پاکستاني سفارتکارانو د ټېکس مراعات به بېا پرځای کړی شي.

د کال ١٩٦١ د ويانا لوظنامې د لاندې سفارتکاران په کوربه هېواد کې په خپله خریدارۍ ټېکس نه ورکوي. ای اېف پي وايي په واشنگټن کې میشته د نورو ملکونو سفارتکاران په رېسټورانټونو او په بازارانو کې د خریدارۍ په وخت د سټیټ ډپارټمنټ ورکړی شوي کارډونه ښايي چې دوی ته ورکړی شوي د ټېکس استثنا څرگندوي.

سټېټ ډپارټمنټ ویلي ترڅو په اسلام اباد کې د امریکايي سفارتکارانو د ټېکس مسله نه وي حل د پاکستاني سفارتکارانو د ټېکس مراعات به ځنډېدلې وي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ورستۍ سفارتي مسلې سیاسي رنگ نه دی اخیستی خو تېر کال امریکې په پاکستاني سفارتکارانو پابندي لگولې وه چې د اجازت نه بغیر د واشنگټن نه ٢٥ مېله لرې سفر نشي کولی.

په پاکستاني سفارتکارانو د سفر دغه قدغن په داسې حال کې لگول شوی و چې واشنگټن ویلي وو په اسلام اباد کې پولیس امریکايي سفارتکاران ویروي او تنگوي.

پاکستان د سوړ جنگ د وخت راهسې د امریکې ملگری دی خو د دواړو ملکونو تعلقات اکثر د تودو ترخو نه تېږي.

د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت تگلاره د اعلانولو په وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان غږ کړی و چې په خپله خاوره دې د وسله والو خلاف کوټلي گامونه واخلي او افغان طالبان دې د مذاکراتو مېز په راوستلو کې مرسته وکړي.

صدر ټرمپ دا هم ویلي چې امریکې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړي دي خو په بدل کې پاکستان ورته دروغ ویلي او درغلي یې کړې ده.

د صدر ټرمپ حکومت د پاکستان د ٣٠٠ میلین ډالرو پوځي امداد هم تړلی دی او ویلي یې دې چې پاکستان په افغانستان او هندوستان کې د حمله کونکو وسله والو خلاف گامونه نه دي پورته کړي.

پاکستان ویلي د امریکې او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په پېل کېدو کې یې مرسته کړې ده او امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG