لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جدید تعلیم تر لاسه کول اوس یو خوب ندۍ


د پروګرام ډائریکټر ډاکټر سیدُ رحمان وايي د سی سی ائۍ پروګرام وړمبنی مقصد په امریکا کې وځوانانو، لوبغاړو، طالب علمانو او نوي لیډرشپ ته جدید تعلیم ، ټیکنالوجی اود انګلیسي ژبې زدکړې ورکول کیږۍ. هغه وايي " موږ دا ھڅه کوو چی د نړی و ځوان کُل ته د تعلیم او کلتور په میدان کې ذدکړې ورکو چی د ځوانان لار سی او په خپلو خپلو ھیوادونو کې د خپل اولس او ھیواد والو مرسته وکي."
د پروګرام ډائریکټر ډاکټر سیدُ رحمان وايي د سی سی ائۍ پروګرام وړمبنی مقصد په امریکا کې وځوانانو، لوبغاړو، طالب علمانو او نوي لیډرشپ ته جدید تعلیم ، ټیکنالوجی اود انګلیسي ژبې زدکړې ورکول کیږۍ. هغه وايي " موږ دا ھڅه کوو چی د نړی و ځوان کُل ته د تعلیم او کلتور په میدان کې ذدکړې ورکو چی د ځوانان لار سی او په خپلو خپلو ھیوادونو کې د خپل اولس او ھیواد والو مرسته وکي."
امریکا ته لیښدل که څه هم د نړی د هر دووم کس یو خووب دۍ خودا خوب د ډیرو کمو انسانانو پورا کیږۍ خو د پاکستان او نړی ځینۍ داسی ځوانان او پیغلې شته دی چی دهغو دا خوب د امریکې د سټیټ ډیپارټمنټ یا خارجه وزارت له لارې پورا شو.
د تعلیم په دګر کې خلګو ته ښه او غوره تعلیمی زدکړو د پاره دا وخت د امریکا په بیلا بیلو ریاستونو کې څه پورته کښته ۵۰۰ سټوډنټس راغلې دي او په مختلیف فیلډز کې تعلیم تر لاسه کوي. د کمیونټی کالج انشیټیو پروګرام چی امریکن سټیټ ډیپارټمنټ او د نړی ١٦٠ ملکونو تر مینځ د تعلیم او کلتور په ھکله کار کوي. دا وخت هم ددې پرګرام له لارې ١۴ ایکسچینج پروګرامز د لارې د پی ایچ ډی، ډاکټرز، انجنئیرز، ماسټرز د پاره په زرګونو زدکونکوته د امریکن حکومت په خرچه د امریکې په کالجونو او پوھنتونو کی زدکړې ترلاسه کړې دي.
کیمینټی کالج انسټیټیوټ پروګرام له لارې له پاکستان، بنګله دیش، انډونشیا، برازیل، انډیا، کولمبیا، ساوتھ افریکه، ګانا، مصر، ترکیې، ایګری کوسټ، کینیا، ډومینیکن ریپببلکن سرا سرا دا وخت د نړۍ له څوارلس ھیوادنو ځخه ۵۰۰ نارینه او انجونې زدکونکی راغلې دي چی د امریکه په بیله بیلو ریاستونو په کالجونو کې د کمپیوټر، میډیا، بزنس، ټوریزم او د پخلاو زدکړی تر لاسه کوي.
کیمینټی کالج اانسټیټیوټ پروګرام چی ' سی سی ائی پروګرام' هم ورته وايي، پروګرام دوه اړخونه لري یعنی جدید تعلیم تر لاسه کول او د خپل او د امریکی کلتور پیزندګلوي کول. امریکې ته راغلی زدکونکو ډیر ګټوور واګڼۍ او وايي چی د پروګرام د جدید تعلیم او د امریکی کلتور په ھکله دوي ته ډیر څیزونه ور کړې دي. له انډونیشا څخه راغلی یو ځوان فدلان امینی واي امریکې ټولنه کې انصاف او د انسانانو د حقونو ډیر خیال ساتل کیږي. " په امریکه کې عام ووګړو سره سره د معذورو او بوډاګانو ډیر خیال ساتل کیږي."
هم داسی د سرښار واشنگټن په گاونډ کې ورجینیا ریاست کې میشت یو هندی طالب علم سنګمیش راج په یو مرکه کې ویل چی دلته خلګ د یو بل ډیره مرسته کوي او انسانانو ته دیړ درنښت ورکوي بله دا چی د انسانانو په نظر ورتا ګوري که څه هم دلته خلګ ځان ته ژوند کويۍ خو بیا هم د ټولنې په حقله دوي ځان خواښی نه دي او د ھیواد او د کریابو خلګو د پاره د والنټیرزم یعنی 'اشر' په نامه د یو بل کومک کوي.
د پاکستان زا راغلۍ زدکونکې ساجد مسیح او شیرزمان وايي د امریکې په ټولنه کې د 'اشر' دا کار په دوي ډیر اغیزمن وگرځېدو."موږ چی کله هم پاکستان ته بیرته لاړسو نو ھلته به په خپلو کوڅو او کلو کې هم د والنټیریزم په شان کارونه پیل وو."
او په دې هکله د مصر یو زدکونکی امر واي چی په امریکه کې والنټیرز نا صرف د خلګو مرسته کوي بلکه د دې له لاری خلګ له یو بل سره راسه درښه هم کوئي.
د امریکې کلتوراو ژوند زندګی په ھکله د برازیل څخه راغلې انجلۍ کیرولین بروګه ډوګ څه داسی ګویا شوه. " د برازیل او د امریکې په ټولنه کې خو څه خاص توپیر نشته خوپه امریکې کې انسانانو ته د هر ډول معاشی، معاشرتی، سیاسی او مذهبی زدکړو په ھکله ډیره زیاته ازادی شته دی."
کیرولین په مخ وايي" د برازیل خلګ په نړۍ کې په تنقید کولو کې نامتو دي خو د امریکې خلګ په حقیقت کې ستونزې هواروۍ او ښه ډيسیژن میکرز دي."
زدکونکی وائۍ چی د امریکه په خګلو کې برداشت بیخی ډیر دی. دلته خلګ د یو بل د کلتور او عقیدې ته دیر احترام لری. د بل وتاریخ، لباس او ژبه ته ډیر درنشت ورکوي.
د پاکستان یو بل زدکونکې شبیر احمد کاکړ په دې حکله څه داسی نظر لری" په دې پروګرام کې مې د کلتور برخه ډیره خوښه سوې ده. دلته له بیلا بیلو ھیوادو څخه راغلی خلګ نه صرف د امریکې په ټولنه ښه اغیزه اچولې ده، بلکه داسی ښکاری چی ټوله نړی هم په دی ځائ کې را غونډه سوې ده.
د پروګرام ډائریکټر ډاکټر سیدُ رحمان وايي د سی سی ائۍ پروګرام وړمبنی مقصد په امریکا کې وځوانانو، لوبغاړو، طالب علمانو او نوي لیډرشپ ته جدید تعلیم ، ټیکنالوجی اود انګلیسي ژبې زدکړې ورکول کیږۍ. هغه وايي " موږ دا ھڅه کوو چی د نړی و ځوان کُل ته د تعلیم او کلتور په میدان کې ذدکړې ورکو چی د ځوانان لار سی او په خپلو خپلو ھیوادونو کې د خپل اولس او ھیواد والو مرسته وکي."
هم درنګه په امریکه کې د تعلیم په ھکله زدکونکی ډیر پُرامید دی. دوي وايي د امریکا او د هغو په ھیوادونو په تعلیم کې بیخی لوئۍ توپیر دی دلته تعلیم ډیر جدید دی، د تعلیمی ادارو په کلاس رومز کې و استاد او زدکونکي ته دیر سھولیتونه شته دی لکه کمپیوټر، پروجیکټر، انترنیټ او ویډیوګانې، خو له بده مرغه زموږ استاد ته په کلاس کې دا څیزونه خو څه کله کله د ناستی دپاره کرسې هم له نه وی.
هندی زدکونکې هم د امریکه و تعلیمی نظام ته ډیر په ښه نظر ګوري. په پروګرام کې راغلې هندی زدکونکۍ انکیت او اشیش وايي چی که څه هم هند د تعلیم په ډګر کې ښه پرمخته تللی دی خو د امریکې د تعلیمي نظام موږ تا ډیر پیاواړی ښکاری.
انکیت منډال وا امریکا غږ ریډیو ته وویل "دلته می له انګلیسی ژبې سره سره د اخلې پخلې په ھکله په تعلیمی ادارو کې ډیرې مھمی زدکرې تر لاسه کې. د استاذانو پوھنه ډیره زیاته ده او هغه ډیره په مینه سبقونه ښائي."
افتاب عالم دچی د پاکستان د ګلګت بلتستان اوسیدونکی دی دلته له تعلیمي چاپیریال څخه ډیر پُر امید او مُطمعین ښکاري. هغه وویل کم زدکونکۍ هم د دې پروګرام سی سی ائۍ پی له لاری امریکې په تعلیمۍ ادارو کې زدکړې تر لاسه کرې دي. هغه وویل کله چې هغه خپل ھیواد ته ستون شې نو یو سکول به خلاصوي وي او هلته به د خپلې علاقې وځوانانو ته په خپلو پیسواو مټو په زور د امریکې د تعلیم په شان زدکړې ورکوي.
دانډونشیا زدکونکې انجلۍ اغلې ډینا ویجی سپُري وائۍ چی دلته راتلو پس هغه په دې وارسیده چی امریکا ولې سپر پاور ھیواد ګڼل کیږي، هغه وائۍ چی کم کار چی په امریکه کې له کمپیوټر او انټرنیټ څخه اخستل کیږي د هغه سوچ څخه بهر دی. اغلې زیاته کړه چی د امریکا ټول نظام که د تعلیم دی او دفتر ټول کار له انټرنیټ اخیستل کیږي. هغه وايي که چیری په امریکا کې انټرنیټ بند سو نو د امریکې ټول نظام به داسی وويۍ لکه له انسانه چی 'ساه' واخیستل شي.
د تعلیم او کلتور ایکسچینج پروګرام کې له پاکستان او نورو ھیوادو یو شمیر انجونې هم راغلی دي. هغه وائۍ چی په امریکا کی څومره زنانوو ته خلګ او د امریکې حکومت څومره حقونه او نور ارزښت ورکړې دی، "زمونږ په ھیوادو کې مونږ د هغه سوچ هم نو کووئې."
د بنګله دیش یو انجیلۍ نوشین اوښي چی د کمپیټور زدکړې د پاره امریکه تا راغلې ده. په ټیکسس سټیټ کې زدکړې تر لاس کوۍ. د ښځو د ژوند او حقوق په حکله وايي " دلته خلګ د ښځو د حقوقو په حکله ډیر احساسه دي، خو په بنګله دیش کې داسی نه دي."
یو بله پیغله میلټم ایډم چی د ترکیه سره تعلق لري او هغه په دې پروګرام کې راغلې ده وايي څومره حقونه په امریکی کې ښځو تا ورکړل سوي دي دهغه "زموږ په ھیواد کی زنانه سوچ هم نسۍ کوائې."
هم دا رنګه د کوټې اوسیدونکی عبدالحکیم په امریکه کې د خلګو غربت تا ګوته په غاښ دی، وايي امریکا یو خوا ځان سُپر پاور یا نړي وال قوت بولي او د نړی نورو ھیوادونو تا مالي مرستې ورکوۍ خو بلې خوا د امریکا دننه هم ډیر غربت دی او ډیر خلګ بې کوره او بې اوره دي.
د سی سی ائۍ پروګرام لا لارې راغلۍ دا زدکونکی د امریکې له تعلیمی ادارو او د کلتوره ډیر خوښاله او پُر امید ښکاری خو ځینې زدکونکی لیږ ستونزې هم لري. دوي وايي چی د پروګرام لخوا هغو ته لیږې روپیۍ ورکول کیږي چې ضروریات يي نه په پوره کوي. د سفري اسانتیاو په هکله وايي د لوکل بس نظام ډیر کړکیچن دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG