لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د یو ټویټ په سر د حکومت نه بخښنه غوښتي


وزیراعظم عمران خان ته په غېر مستقیم ډول اشاره کې احسن اقبال وویل "مونږ په پاکستان کې هم یو لروو (امر او ډېماګاګ). انشاالله زر به ورته د (حکومت څخه) د بهر تګ لاره وښودل شي."

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې د هغه ټویټ په سره د پاکستاني حکومت نه بخښنه غوښتنې چې پکې په حکومت تنقید شوی و. سفارت دغه ټویټ هم لرې کړو.

سفارت وویل دغه ټویټ په ناسمه ډول شوی و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال په خپل ټویټ کې د امریکايی مطبوعاتو یو مضمون چې عنوان یې و په صدارتي انتخاب کې د صدر ډانلډ ټرمپ ماتی د نړۍ د امرانو او د هغه سیاستوالو دپاره ضربه ده چې بغیر د څه دلیل د خلکو جذبات خپل حمایت کې راپاروي.

وزیراعظم عمران خان ته په غېر مستقیم ډول اشاره کې احسن اقبال وویل "مونږ په پاکستان کې هم یو لروو (امر او ډېماګاګ). انشاالله زر به ورته د (حکومت څخه) د بهر تګ لاره وښودل شي."

د امریکايي سفارتخانې په رسمي ټوېټر اکاونټ د احسن اقبال دغه تویټ بیا شریک کړی شو چې د پاکستاني حکومت لوړ رتبه مامورین یې قهرجن کړل او غوښتنه یې وکړه چې نه یوازې سفارت دې خپل ټویټ لرې کړي بلکې معافي دې هم وغواړي.

امریکايي سفارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل د سفارت اکاونټ ته بغیر د منظورۍ رسايي شوي وه او دا چې دغه ټویټ یې لرې کړی دی.

سفارت په خپل بیان کې وویل "د امریکې سفارتخانه د سیاسي پېغامونو د پوسټ کېدلو او یا د بیا ټویټ کېدلو تصدیق نه کوي. مونږ بخښنه غواړوو که چېرې دغه غیررسمي ټویټ کومه ګډوډي رامنځته کړي وي."

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شیرین رحمان د امریکايي سفارت بیان رد کړو او دایې نا کافي وبللو. هغې وویل دا د قبلوولو وړ خبره نه ده چې په سفارت کې څوک یوه خاص سیاسي اېجنډا په وړاندې بیايي.

د نومبر په دریمه نېټه شوي صدراتي انتخاب کې امریکايي مطبوعاتو د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن کامیاب بللی دی خو د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ لا ماتی نه دی تسلیم کړی او په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په اړه یې مقدمې شروع کړي دي.

XS
SM
MD
LG