لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پیښور په گنج مدرسه د امریکې اقتصادي بندیز


د امریکې د خزانې وزارت په عمر صدیق کاتیو ازمري باندې هم د القاعده مرستیال په توگه د کار کولو او د ١٩٩٠ د لسیزې راهسې د اوسامه بن لادن کورنۍ غړو سره د کومک په سر پابندۍ لگولې دي
د امریکې د خزاني وزارت د پیښور په گنج مدرسه اقتصادي بندیزونه لگولې دي او خپل اعلان کې يي په مدرسه د القاعده او د پاکستان غیر قانونه گرځول شوي دوو وسله والو تنظیمونو سره د تعلق الزام لگولی دی.
د خزانې وزارت بیان وايي د گنج مدرسه د ترهگرو د برتۍ او تربیي د پاره دوو ډلو استعمالوله چې پکې غیرقانونه گرځول شوي لښکر طیبه گوند هم شامل دی.
لښکر طیبه باندې کال ٢٠٠٨ د هندوستان ممبۍ ښار کې د حملو الزام لگول شوی. دغه حملو کې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.
د امریکې د خزانې وزارت ویلي د گنج مدرسې مشر چې د فضیل شیخ ابو محمد امین الپشاوري یا د شیخ امین الله په نوم یادیږي، امریکې او ملگرو ملتونو کال ٢٠٠٩ کې د القاعده او طالبانو په ملاتړ ترهگر گرځولی دی.
د امریکې د خزانې وزارت ویلي دا وړمبی ځل دی چې داسې قسمه گام د مدرسې خلاف ددې د غلط استعمال په وجه اخستل شوی دی.
د اقدام ترمخه، امریکایان ددغه مدرسې سره څه لین دین نشي کولی او که چرې د مدرسې څه کاروبار یا اساسې د امریکې د واک اختیار د لاندې وي، نو منجمد کړی شوي دي.
بیان وايي ددې اقدام د لارې مدرسې په عامه توگه نه په نخښه کیږي ځکه چې د پاکستان په شمول مدرسې د نړۍ په مختلفو برخو کې تعلیم او انساني پرمختگ کې اهم کردار ادا کوي.
په مدرسه الزام لگول شوی چې هلته به طالب علمانو ته د ترهگرۍ او باغیتوب د پاره د مذهب نوم تعلیم ورکړی کیدو.
ددې ترڅنگ، د امریکې د خزانې وزارت په عمر صدیق کاتیو ازمري باندې هم د القاعده مرستیال په توگه د کار کولو او د ١٩٩٠ د لسیزې راهسې د اوسامه بن لادن کورنۍ غړو سره د کومک په سر پابندۍ لگولې دي.
XS
SM
MD
LG